د وزیراعظم شهباز شریف اسلام آباد كښې د جوړيدونكې ټيكنالوجي پارك دوره ٬ د تعمير كار كښې په تاخير د خفګان څرګندونه ٬ زر تر زره پايې ته د رسولو امر

اسلام آباد۔15اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په اسلام آباد كښې د جوړېدونكي ټېكنالوجي پارک د تعمير كار كښې په تاخير خګان څرګندونې كولو سره كار زر تر زره پايې ته د رسولو امر كړے دے۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د اګست په 14 مه نېټه د ټېكنالوجي پارك دوره وكړه۔ په دې موقع د …

اسلام آباد۔15اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په اسلام آباد كښې د جوړېدونكي ټېكنالوجي پارک د تعمير كار كښې په تاخير خګان څرګندونې كولو سره كار زر تر زره پايې ته د رسولو امر كړے دے۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د اګست په 14 مه نېټه د ټېكنالوجي پارك دوره وكړه۔ په دې موقع د ټېكنالوجي پارك د تعمير كار كښې په وروستو والي د مرورتيا څرګندونې كولو سره وزيراعظم په آئي ټي پارك د روان كار زر تر زره پايې ته د رسولو امر وكړو۔ ده ووئيل دا پارك دې د اولني هدايت له مخې په ټاكلې شوې موده كښې ترسره كړے شي۔ په دې موقع په بريفنګ كښې ووئيل شول چې آئي ټي پارك په 2 انډر ګراؤنډ مېدانونو او 9 پورته منزلونو مشتمل دے۔ په پارك كښې دفترونه ٬ انکیوبېشن سېنټر، بزنس سپورټ سېنټر، لېول تھری ډېټا سېنټر، آډېټوریم او د 1,200 ګاډو پاركنګ شامل دے۔ د پارک مقصد ځوانانو لپاره نوكرۍ او معاشي نمو زياتول ٬ نړيوال آئي مسابقت ته وده وركول او ډیجیټل تقسيم ختمول دي

مزید خبریں