اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د آسټريلېا سفير نيل هاكنز د جمعې په ورځ د ريلوے په وزارت كښې مهم ملاقات كړے ٬په دې ملاقات كښې د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او بېلو څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې شوي۔ ملاقات كښې د ريلوے لپاره په جديد مرسته٬تكنيكي پوهه او د …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د آسټرېلېا سفير نيل هاكنز ملاقات٬بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د آسټريلېا سفير نيل هاكنز د جمعې په ورځ د ريلوے په وزارت كښې مهم ملاقات كړے ٬په دې ملاقات كښې د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او بېلو څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې شوي۔ ملاقات كښې د ريلوے لپاره په جديد مرسته٬تكنيكي پوهه او د تجربو په تبادلو اتفاق وشو۔دواړو ډلو تكنيكي مرستې٬تربيتي پروګرامز او په سيلګرۍ اډانه ريل سروسز جوړولو له خوښي څرګنده كړه ۔د ريلوے وفاقي وزير د پاكستان ريلوے پرمختګ لپاره د شراكتدارۍ په نوو امكاناتو رڼا واچوله او د آسټرېليا د ريلوے اعلٰی نظام ستائنه يې وكړه۔د آسټريليا سفير نيل هاكنز د ريلوے وزير لخوا ريلوے كښې شوي اصلاحات د ستائنې وړ ګرځولو سره هيله څرګند كړه چې دا اقدامات به پاكستان كښې د ريلوے څانګې پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړي۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو تعليمي٬كلتوري او اولسي روابط لا ښه كولو له د عزم پخلے وكړو۔په دې موقع د دواړو ډلو ترمينځه د تحائف تبادله هم وشوه كومه چې د ملګرتيا اړيكو عكاسي ده۔










