اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كوآرډينيټر ګريګوري لوګرفو ملاقات كړے چې پكښې د پاك امريكا اړيكو٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ د پولو په امنيت٬ د نشه اي توكو مخ نيوي پشمول بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كوآرډينيټر ګريګوري لوګرفو ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كوآرډينيټر ګريګوري لوګرفو ملاقات كړے چې پكښې د پاك امريكا اړيكو٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ د پولو په امنيت٬ د نشه اي توكو مخ نيوي پشمول بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬د امريكې لڼډ مهاله سفير نيټلي بيكر او داخله وفاقي سېكرټري هم په دې موقع موجود وو۔د امريكې ترهه ګرۍ مخ نيوي كوآرډينيټر ګريګوري لوګرفو د پاكستان په 78مه آزادۍ ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او پاكستاني قام له مباركي وركړه۔په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي او نشه اي توكو مخ نيوي په څانګو كښې د معلوماتو تبادلې موثره كولو په چارو هم اتفاق وشو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل د صدر ډونلډ ټرمپ حكومت راتللو نه پس د پاك امريكا اړيكو كښې سپيځلتيا٬د باور زياتېدو او مرستې عنصر ښه ژكړچولو ۔محسن نقوي ووئيل ښه موقع ده چې شريكو اړيكو ته په هره څانګه كښې وده وركړې شي٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي ډائيلاګ څخه به شريكه تګلاره جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل د امريكې لخوا كالعدم بي ايل اے او كالعدم مجيد بريګيډ نړيوال ترهه ګر تنظيمونه ګرځول يو غوره اقدام دے٬د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره به د پاك امريكا مرستېګټورې نتيجې رامخې ته شي۔ګريګوري لوګرفو ووئېل پاكستان جيو سټريټجك اعتبار څخه مهم هېواد دے۔ده د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔










