اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه بېلو څانګو كښې به د پراخه شوو اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته ضرورت دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د عوامي جمهوريه بنګله دېش هائي كمشنر محمد اقبال …
د سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ضرورت دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بنګله دېش هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه بېلو څانګو كښې به د پراخه شوو اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته ضرورت دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د عوامي جمهوريه بنګله دېش هائي كمشنر محمد اقبال حسين خان د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس ګښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال وزيراعظم د بنګله دېش چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس سره دسمبر كښې قاهره كښې د ډي ايټ مشرانو غونډې په موقع خپل ملاقات او د نتيجې وړ خبرو اترو باندې ذكر كولو سره د ډلو ترمينځه ميكانزم په احيا د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ده دوه اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې بوتللو لپاره دا رفتار په ځاې ساتلو په اهميت زور راوړولو سره ووئېل سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته ضرورت دے ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان بنګله دېش سره تجارت او اولسونو ترمينحه روابط زياتولو له خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو خواهش سره د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسين وزيراعظم د سفر٬تجارت او روابط آسانولو لپاره د دواړو هېوادونو د پورته كړو بېلو اقداماتو نه خبر كړو۔ده د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د ورورولۍ تاريخي رشته لا قوي كولو لپاره اقدامات جاري ساتلو له هم خواهش څرګند كړو۔وزيراعظم د هائي كمشنر لپاره د نيكو خهيلو خرګندونه كولو سره هغه ته د بشپړه مرستې باور وركړو او دا باور يې ښكاره كړو چې د ده په دور كښې به د پاكستان او بنګله دېش اړيكو كښې مثبت پرمختګ رامخې ته كيږي۔










