سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته اړتيا ده : د وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په بېلو څانګو كښې په زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي په سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د عوامي جمهوريه بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن د جمعې …

اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په بېلو څانګو كښې په زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي په سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د عوامي جمهوريه بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د بنګله دېش چيف اېډوائزر ډاكټر يونس سره په دسمبر كښې په قاهره كښې د ډي اېټ سرمشريزه غونډې په موقعه د خپل ملاقات او ګټورو خبرو ذكر كولو سره د دواړو اړخونو ترمينځه د مېكانزم په احيا د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د مخ په وړاندې بوتللو رفتار روان ساتلو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل په سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطول وي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان بنګله دېش سره تجارت او د اولس ترمينځه تړون زياتولو له خوښي لري۔ د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن وزيراعظم د سفر، تجارت او رابطو آسان جوړولو له د دواړو هېوادونو لخوا د پورته كېدونكو بېلو اقداماتو څخه خبر كړو۔ ده د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د ملګرتيا تاريخي تړون لا مضبوطولو له د اقدامات په روانو ساتلو خوښي هم ښكاره كړه۔ وزیراعظم هائي كمشنر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ده ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت كښې د پاكستان او بنګله دېش په اړيكو كښې مثبت پېشرفت كيږي

مزید خبریں