اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب د جمعې په ورځ د دې مهمو سرکاري منصوبو د پیشرفت جاج اخستلو له د پرله پسې درېو غونډو مشري وكړه۔ دغه منصوبې به راروانو څو اوونيو كښې د وزیراعظم وژن او سپارښتني له مخې لانچ کړې شي دغسې چې په هغې په وخت عمل درآمد باوري كړے شي۔ دغه منصوبې كومي چې سماجی …
د خزاني او محصولات وزير په مشرۍ كښې په يوه ورځ كښې درې غونډې،د سرکاري منصوبو د پیشرفت جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب د جمعې په ورځ د دې مهمو سرکاري منصوبو د پیشرفت جاج اخستلو له د پرله پسې درېو غونډو مشري وكړه۔ دغه منصوبې به راروانو څو اوونيو كښې د وزیراعظم وژن او سپارښتني له مخې لانچ کړې شي دغسې چې په هغې په وخت عمل درآمد باوري كړے شي۔ دغه منصوبې كومي چې سماجی اثرات پیدا کولو او قامي پرمختيائي اهداف مخ په وړاندې بوتللو له تجويز كړے شوي هغه به د اړوندو وزارتونو، ریګولیټري ادارو، مالیاتي ادارو او تکنیکي شراکت دارو په نزدې مرستې نافذ کولې شي۔په وړومبۍ غونډه كښې د پاکستان سکلز امپیکټ بانډ جاج واخستلے شو۔دا منصوبه د وزیراعظم د اړخه د جوړه شوې د خزاني وزارت د سيوري لاندې د کمېټۍ ترمخه د سوشل امپیکټ فنانسنګ فریم ورك له مخې ده ۔ خزاني د دې بانډ د يو “رهنما منصوبې” په توګه د وړاندې كولو په حاجت زور راوړو۔دويمه غونډه كښې نېشنل د سبسټنس فارمرز سپورټ سکیم (NSFSS) جاج واخستلے شو، كومه چې د كروندګرو لپاره د رسنې او د مالیات فریم ورك يو فلیګ شپ منصوبه ده۔د دې سکیم ترمخه به 12.5 ایکړه څخه كمه زمكه لرونكو يا كروندګرو له غير د ضمانت نه ډیجیټل بینك پورونه وركولې شي۔د خزاني وزیر ووئيل دا په وړومبي ځل كيږي چې خلائی ټیکنالوجي په قامي كچه د زرعی قرضونو پريكړي به متاثره كړي۔دريمه غونډه كشې وزیراعظم د فین ریپلیسمنټ پروګرام جاج واخستلے شو، كومه چې د توان بچت يوه منصوبه ده او نېشنل انرجي ایفیشنسي اینډ کنزرویشن اتھارټی (NEECA) او بینکونو په مرسته جوړيږي۔د دې منصوبې ترمخه به صارفین خپل پخواني سیلنګ فینز د توان بچ كونكې جدید ماډلز باندې بدلولې شي او د خزاني وزارتِ به د بینکونو شموليت لپاره معمولی ضمانتي فنډ وركوي۔د خزاني وزیر ووئيل دا منصوبه يواځې د پكو بدلولو نه بلکه د كورنيو د توان بچت پريكړو كښې شاملول دي ۔د خزاني وزير ووئيل دا منصوبې نه يواځې پاکستان بلکه په نړيواله كچه د يو ماډل په توګه وړاندې كولې شي۔










