اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف خاص اقتصادی زون كښې د چین كمپنۍ د سرمایه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي دې خاص اقتصادی زون جوړيدو سره به ټیكنالوجی منتقل كيدو ،سكل ډویلپمنټ او كوټلي صنعتی پرمختګ له مرسته تر لاسه شي، پاكستان د ټیكسټائل په څانګه كښې د چين پرمختګ او پوهي څخه ګټه پورته كولو له خوښي لري ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ …
پاكستان د ټیكسټائل په څانګه كښې د چين پرمختګ او پوهي څخه د ګټي پورته كولو خوښي لري۔وزیراعظم محمد شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف خاص اقتصادی زون كښې د چین كمپنۍ د سرمایه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي دې خاص اقتصادی زون جوړيدو سره به ټیكنالوجی منتقل كيدو ،سكل ډویلپمنټ او كوټلي صنعتی پرمختګ له مرسته تر لاسه شي، پاكستان د ټیكسټائل په څانګه كښې د چين پرمختګ او پوهي څخه ګټه پورته كولو له خوښي لري ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ګارمنټس انډسټری سره تعلق لرونكو د چین ډلي’’چیلنج فیشن پرائیویټ لمیټډ‘‘ پلاوي د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د پلاوي مشري د چیلنج فیشن پرائیویټ لمیټیډ چیئرمېن هوآنګ وئیګو كوله۔ملاقات كښې د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال ، د تجارت وفاقي وزیر جام كمال، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ، د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك ، د پاؤر ډويژن وفاقي وزیر سردار اوېس احمد لغاري ،د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند اعلیٰ سركاري افسران هم موجود وو۔وزیراعظم د پلاوي سره خبرو كښې ووئيل د چین او پاكستان ملګرتيا په نړۍ كښې يو جلا مقام لري؛ دواړه هېوادونه په هر مشكل كښې د يو بل سره ولاړ دي،حكومت د چین-پاكستان ملګرتيا نوي بام ته رسولو له خوښي لري۔ده د دواړو هېوادونو اقتصادی اړيكو كښې په اضافه د اطمینان څرګندونې كولو سره ووئيل د چین-پاكستان اقتصادي راهدارۍ صنعتی برخي ودي لپاره لوظي يوو ۔وزیراعظم د دې خواهش څرګندونه وكړه چې د چین صنعتونه دې پاكستان كښې خپل يونټس ولګوي۔ده د چیلنج فیشن ګروپ پاكستاني ماركیټ كښې د باور ستائنه كولو سره د چیلنج ګروپ د اړخه پاكستان كښې په خصوصي اقتصادي زون كښې د سر مايه كارۍ هركلے وكړو،دې خصوصي اقتصادي زون د لارې د ټیكنالوجۍ ټرانسفر ، اسكل ډویلپمنټ او صنعتی پرمختګ له به مرسته تر لاسه شي۔وزیراعظم د خصوصي اقتصادي زون په اړه چیلنج ګروپ له د هر ډول سهولیات وركولو سپارښتنه كولو سره ووئيل د پاكستان ټیكسټائل په څانګه كښې د چين پرمختګ او پوهي څخه ګټه پورته كول غواړو۔ده ووئيل ډير زر به په چین كښې د چین-پاكستان بزنس -ټو-بزنس كنفرنس وكړے شي ٬ دا كنفرنس به د چین او پاكستان نجی كاروباري ادارو اشتراك له يوې نوې موقع وركړي۔د چیلنج فیشن ګروپ چیئرمین پاكستان كښې په ښه كوربتوب كولو د وزیراعظم مننه وكړه ۔ ده ووئيل چیلنج فیشن ګروپ 2014 نه تر اوسه پاكستان كښې د 17 ملیونه ډالرو سرمایه كاری كړې،چیلنج فیشن ګروپ پاكستان كښې يوه جدید ټیكسټائل انډسټري او خصوصي اقتصادي زون جوړوي۔ده ووئيل دې خصوصی اقتصادی زون سره به په 5 كلونو كښې 100 ملیونه ډالره سرمایه كاری وكړې شي۔ملاقات نه پس وزیراعظم د چیلنج ګروپ خصوصي اقتصادي زون پرانسته وكړه۔










