زمونږ حكومت په وړومبي ځل ټیرف كمېټي منظم كړې، د سیكټورلز شميره په زياتولو 17 ته رسولې شوې ۔ جام كمال خان

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان وئيلي دي سټریټجكي ټیرف پالیسي 2021 كښې يو فریم ورك وضع كړے شوے ؤ چې كوم اقدامات 2021 نه تر 2025 بشپړ شوي نه دي هغه به 2025 نه تر 2030 پالیسۍ كښې شاملولې شي۔ د سمندري خوراك په برآمد د ټیرف په حقله غونډه كښې د سېنېټر ذیشان خانزاده د پام راګرځوني نوټس په ځواب …

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان وئيلي دي سټریټجكي ټیرف پالیسي 2021 كښې يو فریم ورك وضع كړے شوے ؤ چې كوم اقدامات 2021 نه تر 2025 بشپړ شوي نه دي هغه به 2025 نه تر 2030 پالیسۍ كښې شاملولې شي۔ د سمندري خوراك په برآمد د ټیرف په حقله غونډه كښې د سېنېټر ذیشان خانزاده د پام راګرځوني نوټس په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزیر جام كمال خان ووئيل په سیاسي توګه په دې چارو خبره كول ډيره آسانه ده،خو د هغې ځيني اړخونه هم وي د كومې چې غور او توازن ضروري دے۔ده ووئيل زمونږ حكومت په وړومبي ځل ټیرف كمېټي باقاعده منظم كړې، د سیكټورلز شميره په زياتولو 17 ته رسولې شوې ۔جام كمال خان ووئيل ما پخپله د ټول سیكټورلز سره جلا جلا ملاقاتونه كړي،د هغوي تجاویز اخستلے شوي او مسئلې په ګوته شوي دغسې چې جامع حل راوېستلے شي۔

مزید خبریں