اسلام آباد۔15اګست (اے پي پي)سېنېټ د عید میلادالنبي (ص) په زړه پوري مذهبي عقیدت و احترام سره د نمانځنې عزم له متفقه قرارداد د جمعې په ورځ منظور كړو ۔ سینیټر عرفان الحق صدیقي لخوا وړاندې كړي قرار داد كښې وئېلې شوي دي د نبي پاک (ص) د ولادت باسعادت 15 سوه كاله د تر سره كېدو تاریخي سنګ میل به په زړه پوري ډول د مذهبي عقیدت و احترام …
سینیټ د عید میلادالنبی (ص) په زړه پورې مذهبي عقیدت و احترام سره د نمانځنې عزم له قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اګست (اے پي پي)سېنېټ د عید میلادالنبي (ص) په زړه پوري مذهبي عقیدت و احترام سره د نمانځنې عزم له متفقه قرارداد د جمعې په ورځ منظور كړو ۔ سینیټر عرفان الحق صدیقي لخوا وړاندې كړي قرار داد كښې وئېلې شوي دي د نبي پاک (ص) د ولادت باسعادت 15 سوه كاله د تر سره كېدو تاریخي سنګ میل به په زړه پوري ډول د مذهبي عقیدت و احترام سره نمانځلے شي ۔ په دې موقع به په سرکاري او نیم سرکاري ودانيو خصوصي چراغونه بلولي شي او په ټول هېواد كښې به د نبي پاک(ص) سره د مينې و عقیدت مظاهرې كېږي ۔ قرارداد كښې په دې خبره زور راوړولے شو چې په دې تاریخی موقع دې ټول قام دا لوظ وكړي چې د نبي کریم (ص) پاك سیرت د انفرادي او اجتماعي ژوند رهنما كړے شي، دغسې چې پاکستان يوه داسې ټولنه جوړه كرې شي كومه چې د امن، ورورولۍ، عدل، انصاف او اعلیٰ اخلاقیات عملي تصویر وي ۔ دغسې ایوان په دې موقع دا قرارداد اُمتِ لپاره د اتحاد، اخوت او اعلیٰ اخلاق د تجدید پیغام وګرځولو۔










