نوې ډيلې ۔14اګست(اے پی پی) د پاكستان هائي كميشن نوي ډيلي تر اهتمام لاندے د پاكستان د آزادۍ 78 مه كليزه د زيارت په ورځ ولمانځلې شوه۔ د پاكستان هائي كمېشن نوي ډيلي لخوا د جاري شوي بيان له مخې په هند كښې د پاكستان ناظم الامور سعد احمد وړائچ د هائي كمېشن په چانسري لان كښې د يو باوقاره دستورې په مهال قامي بېرغ هسك كړو۔ په دستوره كښې …
نوے ډيلے : پاكستان هائي كميشن كښې د پاكستان د آزادۍ 78 مه كليزه ولمانځلې شوه

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔14اګست(اے پی پی) د پاكستان هائي كميشن نوي ډيلي تر اهتمام لاندے د پاكستان د آزادۍ 78 مه كليزه د زيارت په ورځ ولمانځلې شوه۔ د پاكستان هائي كمېشن نوي ډيلي لخوا د جاري شوي بيان له مخې په هند كښې د پاكستان ناظم الامور سعد احمد وړائچ د هائي كمېشن په چانسري لان كښې د يو باوقاره دستورې په مهال قامي بېرغ هسك كړو۔ په دستوره كښې د هائي كمېشن افسرانو ٬ عملې او د هغوي كورنيو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د صدر مملكت ٬ وزيراعظم او نائب وزيراعظم پېغامونه لوستلو سره واورولې شوو۔ ناظم الامور سعد احمد وړائچ په خپل خطاب كښې د آزادۍ سترو ستړو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د قائداعظم په فعاله مشرتابه كښې د نيمې اوچې مسلمانانو د آزاد وطن جوړولو له د تاريخ نقشه بدله كړه۔ سعد احمد وړائچ ووئيل معركه حق د دې خبرې توثيق كوي چې پاكستان د خپلې خپلواكۍ او سلامتيا د دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ ده ووئيل سفارتكاري او ډائيلاګ په سوئيلي آسيا كښې د روښانه سباؤن سبب ګرځېدے شي۔ په دستوره كښې د ناظم الامور كورنۍ او د مشن نورو افسرانو د جشن آزاد كېك پرېكړو










