د فيلډ مارشل سيد عاصم منير ٬ چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا،د پاک بحریه او پاک فضائیه مشرانو او وسله والو ځواكونو لخوا قام ته د آزادۍ ورځې مباركي

پېنډۍ ۔14اګست (اے پی پی) د فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا، د پاک بحریه مشر اېډمرل نويد اشرف او د پاک فضائیه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د پاكستان وسله والو ځواكونو لخوا د پاكستان 78 مې آزادۍ ورځې خوشحالۍ په موقع د زړه له كومي مباركي وړاندې كړې شوې ده كومه چې د اتحاد ٬ عزم او يو روښانه سباؤن لپاره د يو مضبوط عزم علامت دے۔ د آزادۍ ورځې په موقعه د آئي اېس پي آر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ د پاكستان مؤسسينو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو٬ مونږ د قائداعظم په مشرۍ كښې د هغوي مضبوطې جذبې ٬ عزم او ځانګړې قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كوو۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا د محافظينو په توګه مونږ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمې ايزې سلامتيا تحفظ ٬ د آئين سرلوړۍ او د دې د اقدارو تحفظ له د خپل مضبوط عزم پخلے كوو كوم چې زمونږ د قامي تشخص تعين كوي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د وسله والو ځواكونو او اولس ترمينځه رشته زمونږ د اجتماعي طاقت سرچينه ده۔ د آزادۍ دې ورځې په موقع راځۍ چې د يو پرعزم، خوشحال او ترقی پسند پاکستان خوب ريښتيا كولو له د ايمان ٬ اتحاد او تنظيم نظريات په ځاې ساتلو سره امن ٬ پرمختګ او اتحاد لپاره د خپل عزم پخلے وكړؤ