د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د آزادۍ ورځې په موقع خاص پیغام

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د آزادۍ ورځې په موقع ټول قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د اګست 14مه نيټه هغه ورځ ده كله چې د نيمې وچې مسلمانانو بې مثاله قربانۍ او عزم سره خپل منزل ترلاسه كړو ٬دا ورځ زمونږ لپاره محض د جشن موقع نه ده بلكې د دې عهد تجديد دے چې مونږ به د خپلې آزادۍ …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د آزادۍ ورځې په موقع ټول قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د اګست 14مه نيټه هغه ورځ ده كله چې د نيمې وچې مسلمانانو بې مثاله قربانۍ او عزم سره خپل منزل ترلاسه كړو ٬دا ورځ زمونږ لپاره محض د جشن موقع نه ده بلكې د دې عهد تجديد دے چې مونږ به د خپلې آزادۍ حفاظت په هر ډول كوو٬زمونږ مشرانو چې په وينه او قربانۍ كومه ډيوه بله كړې٬دا روښانه ساتل زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔د آزادۍ ورځ په موقع په خپل خاص پیغام كښې سيدال خان ووئيل د پاكستان بنياد په يو داسې خوب او هلو ځلو كښې اېښودلے شوے كوم چې د ايمان٬اتحاد او قربانۍ حسين امتزاج و٬ د علامه محمد اقبال خوب٬ د قائداعظم محمد علي جناح مشرۍ او د لاكهونو مسلمانانو قربانۍ د دې رياست اساس دے٬نن مونږ له دا خبره ياد ساتل پكار ده چې آزادي يوازې يوه ډالۍ نه بلكې يو امانت دے چې د كوم تحفظ٬بقا او استحكام په مونږ ټولو فرض دے۔ده ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه٬امنيتي ادارې او قانون نافذ كوونكو ادارو اهلكارو هره ورځ د خپلو ځانونو په بدل د دې هېواد د سرحدونو او امن حفاظت كړے ۔زه هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم او هغې شهيدانو ته د عقيدت سلام كوم چا چې د هېواد خاورې لپاره د خپل ځان قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل مونږ په دې ورځ خپل كشميريان او فسلطينيان وروڼه هم ياد ساتو څوك چې د آزادۍ او حق خود ارادايت لپاره په ثابت قدمۍ هلې ځلې كوي۔پاكستان د دغې بې ګناه اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او تل به وي

مزید خبریں