وفاقي وزير عطاء تارړ ته د پاك و هند تاٶ تريخوالي په مهال په نړيواله كچه د قامي بيانيې په موثره توګه وړاندې كولو نشان امتياز وركړے شو

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ته د پاك و هند په اوسني تاٶ تريخوالي كښې د قامي بيانيې په نړيواله كچه په موثره توګه په وړاندې كولو نشان امتياز وركړے شو٬ دا اعزاز دوي ته د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال صدر مملکت سول او عسکري شخصياتو ته د اعلی قامي اعزازونو وركولو په مهال وركړو۔ د يادونې وړ ده چې د پاك و هند د تاٶ تريخوالي په صورتحال كښې عطاء تارړ د سول او عسکري ادارو لخوا د اطلاعاتو په ترسيل كښې بشپړه همكاري پېدا كولو سره د هند ناسمې پروپېګنډې په كاميابۍ سره ناكامه كړې او د پاكستان موقف ئې په نړيوال فورمز په بشپړه ډول رامخے ته كړو