اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې سږ كال قام د آزادۍ سره سره د معركه حق د تاريخي بريا جشن هم لمانځي٬ معركه حق 2025 به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي٬ دې دوه قومي نظريه توثيق كړه او حقيقت جوړېدو سره نړۍ ته په ډاګه شوه٬ په انفارمېشن وار فيئر كښې به د اطلاعاتو د وزارت كردار تل …
معركه حق دوه قومي نظريه توثيق كړه٬ په تاريخ كښې به په زرينو ټكو ليكلې شي ٬ انفارميشن وار فيئر كښې د اطلاعاتو د وزارت كردار به تل ياد ساتلے شي: وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې سږ كال قام د آزادۍ سره سره د معركه حق د تاريخي بريا جشن هم لمانځي٬ معركه حق 2025 به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي٬ دې دوه قومي نظريه توثيق كړه او حقيقت جوړېدو سره نړۍ ته په ډاګه شوه٬ په انفارمېشن وار فيئر كښې به د اطلاعاتو د وزارت كردار تل ياد ساتلے شي٬ پاكستاني قام او وسله والو ځواكونو دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړو٬ پاكستان خپله مقدمه په بشپړ ډول نړۍ ته وړاندې كړه۔ د زيارت په ورځ په پاکستان ټېلی ویژن هېډ کوارټرز كښې د آزادۍ ورځې په موقع د بېرغ پورته كولو دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل معركه حق 2025 دوه قومي نظريه توثيق كړه او حقيقت جوړېدو سره نړۍ ته په ډاګه شوه٬ دښمن د پهلګام پېښې په اساس په پاكستان جارحيت مسلط كړو او د فالس فلېګ آپرېشن د لارې يۍ د پاكستان د تشحص مجروح كولو هڅه وكړه خو پاكستاني قام او وسله والو ځواكونو د بهترينې جنګي تګلارې له امله دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړو۔ ده ووئيل سږ كال قام د آزادۍ سره سره د معركه حق د تاريخي بريا جشن هم لمانځي۔ ده ووئيل پاك پروردګار مونږ ته توفيق راكړو چې مونږ نه يوازې د خپل آزادۍ تحفظ وكړؤ بلكې ټولې نړۍ ته مو دا پیغام هم ورسولو چې پاكستانې قام او وسله وال ځواكونه د خپلې آزاد دفاع كولې شي۔ ده ووئيل په دغه معركه كښې د اطلاعاتو وزارت هم ځانګړے كردار ترسره كرو۔ په ډیجیټل وار فېئر كښې د قام حوصله پورته ساتل او په نړيواله كچه د پاكستان بيانيه په ډاګه كول زمونږ لومړۍ ترجيح وه۔ دا هغه باب دے كوم به چې په زرينو ټكو ليكلې شي۔ ده وئيل د كال 1965 جنګ په مهال پي ټي وي څخه نشر شوو ملي سندرو د پاك پوځ مورال لوړ وساتلو٬ قام يۍ يو موټے كړو۔ ده ووئيل د اطلاعاتو د وزارت خذمات نن هم د تاريخ روښانه برخه ده۔ ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د بيانيې په جنګ كښې ارتقا راغله او دا ځل هم د اطلاعاتو وزارت او پي ټي وي فعاله كردار ترسره كړو٬ فېك نيوز او پروپېګنډه يۍ لمينځه يوړله او په نړيواله كچه يۍ قومي بيانيې ته وده وده وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل هند زمونږ یو ټیوب چېنلز بند كړل نو مونږ د هغوي په يوټيوب چېنلز خپلې سندرې وغږولې٬ دا د انفارمېشن وار فېئر يوه برخه وه۔ ده ووئيل په دې كاميابۍ كښې د وزيراعظم شهباز شريف لارښودنه ٬ د پي ټي وي د ډلې اود اطلاعاتو د وزارت د ټولو څانګو شريكې هڅې شاملې وې۔ د اطلاعاتو سېكترې عنبرین جان او د هغې ډلې ډیجیټل کمیونیکیشن ډیپارټمنټ جوړ كړو او د پی ټی وی ورلډ خصوصی پروګرامونه يۍ پېل كړل۔ ملي سندرې او دستاوېزي فلمونه يۍ نشر كړل چې ورسره د اولس جذبه سوا شوه۔ ده ووئيل د پي ټي وي پخوانے مقام به بحال كړؤ٬ د اصلاحاتو عمل روان دے۔ مونږ په سم لوري روان يوو او د حكومت ملاتړ سره به دې كښې لا بهتري رامخې ته شي۔ ده ووئيل په معركه حق كښې د اطلاعاتو وزارت او پي ټي وي كردارسره اړوند بشپړ فلمونه بايد تيار كړې شي دغسې چې د راتلونكو نسلونو لارښودنه وكړې شي۔ وفاقي وزير په دې موقعه د اطلاعاتو وزارت او د پي ټي وي ډلې ته په غوره خذماتو ترسره كولو مباركي وركړه۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو سېكتره عنبرين جان ٬ د اطلاعاتو او پي ټي وي مشران چارواكي او نور هم موجود وو










