
وزیراعظم شهباز شریف په اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك دوره ٬ د تعمير كار كښې په تاخير د ناراضګۍ ٬ زر تر زره پايې ته د رسولو هدايت
اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په اسلام آباد كښې د جوړېدونكي ټېكنالوجي پارک د تعمير كار كښې په تاخير د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره زر تر زره پايې ته د رسولو هدايت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د ټېكنالوجي پارك دوره وكړه۔ په دې موقع د ټېكنالوجي پارك د تعمير كار كښې په وروستو والي د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره وزيراعظم په آئي ټي پارك د روان كار زر تر زره پايې ته د رسولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل دا پارك دې د اولني هدايت له مخې په ټاكلې شوې موده كښې ترسره كړے شي۔ په دې موقعه په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې آئي ټي پارك په 2 انډر ګراؤنډ مېدانونو او 9 پورته منزلونو مشتمل دے۔ په پارك كښې دفترونه ٬ انکیوبېشن سېنټر، بزنس سپورټ سېنټر، لېول تھری ډېټا سېنټر، آډېټوریم او د 1,200 ګاډو پاركنګ شامل دے۔ د پارک مقصد ځوانانو لپاره نوكرۍ او معاشي نمو زياتول ٬ نړيوال آئي مسابقت ته وده وركول او ډیجیټل تقسيم ختمول دي