اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د آزادۍ 78م سالګره په جوش او جذبه سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسېدلې دي٬ په اسلام آباد كښې هر خوا شنه بېرغونه٬ او برقي چراغونه په نظر راځي او د ښار په فضا كښې خوشحالۍ دي٬ په بازارونو كښې ګڼه ګوڼه ده چرت چې وګړي د آزادۍ د رنګونو نه ډك بېلا بېل څيزونه اخستو كښې مصروف دي٬ …
ګرد هېواد كښې د آزادۍ 78م سالګره په جوش او جذبه سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسېدلې دي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د آزادۍ 78م سالګره په جوش او جذبه سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسېدلې دي٬ په اسلام آباد كښې هر خوا شنه بېرغونه٬ او برقي چراغونه په نظر راځي او د ښار په فضا كښې خوشحالۍ دي٬ په بازارونو كښې ګڼه ګوڼه ده چرت چې وګړي د آزادۍ د رنګونو نه ډك بېلا بېل څيزونه اخستو كښې مصروف دي٬ د موقعې په مناسبت سره ښار لكه د ناوې سنګار كړے شوے ٬ په مهمو سركاري او نجي ودانيو قامي بېرغونه او رنګ رنګ بلبونه لګولې شوي دي٬ په كوڅو او چمونو كښې د 14م اګست په مناسبت سره سټالونه لګولې شوي چرته چې ماشومان٬ مشران او مېرمنې په پرچېزنګ كښې مصروف دي، د قامي بېرغ رنګونو د لوبو سامان٬ شرټس٬ بېجز او سټېكرز ته اولس پام لرنه كوي٬ د وګړو وېنا ده چې دا ځل به د آزادئ جشن په بشپړه جوش او جذبې سره لمانځلې شي او وطن سره به د محبت څرګندونه كولې شي، د ماشومانو وطن سره د مينې څرګندونې لپاره د جشن ازادۍ تيارۍ بام ته رسېدلې دي٬ شين بېرغ په لاس ماشومان د خوشحالۍ نه ټوپونه وهي او د ملي سندرو په ساز ګډا كوي، د ماشومانو په مخونو قامي بېرغونه جوړي كړي او د دوي په لاسونو كښې قامي بېرغونه٬ بېجز او رنګ رنګ نور څيزونه اخستي او خوشحالۍ كوي او دا د ماشومانو وطن سره د مينې ښكاره مثال دے، ګرد هېواد كښې د جشن آزادۍ په مناسبت سره دستورې روانې دي٬ د آزادۍ ورځ نه يوازې د خوشحالۍ ده بلكې د حب الوطنۍ او د قامي يووالي څرګندونه هم ده










