آئي ايس پي آر د معرکه حق يومِ آزادۍ په موقع نوې ملي نغمه “پاکستان هميشه زنده باد” جاري كړه

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د معرکه حق يومِ آزادۍ په موقع آئي اېس پي آر نوې ملي نغمه "پاکستان هميشه زنده باد" جاري كړې٬ نوموړي سندرغاړي راحت فتح علي خان په آواز نوې ملي نغمه جاري كړې شوې كومه چې وطن سره د مينې او د قربانيو عزم ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوي ۔ "پاکستان هميشه زنده باد" كښې د شهيدانو لازواله قربانۍ او د قام د …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د معرکه حق يومِ آزادۍ په موقع آئي اېس پي آر نوې ملي نغمه “پاکستان هميشه زنده باد” جاري كړې٬ نوموړي سندرغاړي راحت فتح علي خان په آواز نوې ملي نغمه جاري كړې شوې كومه چې وطن سره د مينې او د قربانيو عزم ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوي ۔ “پاکستان هميشه زنده باد” كښې د شهيدانو لازواله قربانۍ او د قام د مېړنو د وينې تر آخري څاڅكې وطن لپاره د قربانۍ عزم رامخې ته كړے شوے ٬ په نغمه كښې د پاکستان عظمت، د اولس اتحاد او د وطن د عزت ښائسته څېره وړاندې كړې شوې ٬ دغسې د بهادرۍ٬قربانۍ او حب الوطني زړه راښكونكے امتزاج په اورېدونكو كښې جوش راپېدا كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخئ دا نغمه په يوم آزادۍ د قربانۍ او تجديدِ “عهدِ وفا” پيکر ده كومه چې قام ته د خپل ماضي شاندار داستان او د سباٶن ځالانده عزم رايادوي۔

مزید خبریں