جنيوا 13 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك په جنيوا سوئټزرلينډ كښې د پلاسټك خيرنوالي خاتمې په اړه د بين الحکومتي مذاکراتي کميټي (آئي اين سي-5.2) د پنځمې غونډې په مهال سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات، قازقستان، ايران، آذربائيجان، الجزائر او د کويت پلاويو سره تفصيلي خبرې كړې۔ د موسمياتي بدلوان وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په مشاورت كښې د …
د پلاسټك خيرنوالي په ضد نړيوال تړون له د پاكستان د منطقې شراكتدارو هېوادونو سره مشاورت

مزید خبریں
جنيوا 13 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك په جنيوا سوئټزرلينډ كښې د پلاسټك خيرنوالي خاتمې په اړه د بين الحکومتي مذاکراتي کميټي (آئي اين سي-5.2) د پنځمې غونډې په مهال سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات، قازقستان، ايران، آذربائيجان، الجزائر او د کويت پلاويو سره تفصيلي خبرې كړې۔ د موسمياتي بدلوان وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په مشاورت كښې د پلاسټك سپېځلے او موثره نړيوال تړون په تشكيل، د سرکلر اکانومي په وده او په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د پلاسټك الودګۍ غېر متناسب اثرات مخنيوي لپاره په وسائلو وركولو غور وشو۔ د يادونې ور ده دا ملاقاتونه د پاكستان د پراخه سفارتي هلو ځلو برخه دي چې مقصد ئې په ماحولياتي انصاف اډانه نړيواله اتفاقِ راپيدا كول او تل پاتې پرمختګ لپاره شراکت داري قوي كول ده ۔










