اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقليتونو د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره روغتيا٬تعليم او دفاع پشمول په ټولو څانګو كښې كردار ادا كړے ٬دښمن دې ياد ساتي چې د اوبو يو څاڅكے هم د پاكستان څخه نشي اغستلے ٬كه چرې هغه دا حركت بيا وكړو نو ورته به داسې سبق اوښائيو چې هغه به غوږونو ته لاسونه وروړي ٬د پاكستان هغه هيڅ هم …
اقليتونو د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ټولو څانګو كښې كردار ادا كړے ٬دښمن دې ياد ساتي چې د اوبو يو څاڅكے هم پاكستان څخه نشي اخستلے ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقليتونو د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره روغتيا٬تعليم او دفاع پشمول په ټولو څانګو كښې كردار ادا كړے ٬دښمن دې ياد ساتي چې د اوبو يو څاڅكے هم د پاكستان څخه نشي اغستلے ٬كه چرې هغه دا حركت بيا وكړو نو ورته به داسې سبق اوښائيو چې هغه به غوږونو ته لاسونه وروړي ٬د پاكستان هغه هيڅ هم نشي كولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته وينا كولو په مهال وكړه ۔ده ووئيل ټولو اقليتونو ته تېره ورځ د لمانځلې شوې اقليتي قامي ورځې په مناسبت سره د زړه د كومې نه مباركي وركوم٬د پاكستان د پرمختګ او خوشحالي كنجي د قام د روښانه ستورو په لاسو كښې ده ۔ده ووئيل 14 اګست راتلونكے دے٬ټول قام ته د آزادۍ ورځې مباركي وركوم۔وزيراعظم ووئيل چا اندازه لګولې شوه چې په 14 اګست 1947 به يو نوے هېواد د نړۍ په نقشه رامخې ته شي٬قائداعظم محمد علي جناح په هغه يو څو كسانو كښې دے چا چې د تاريخ مخه او د نړۍ نقشه بدله كړې او يو نوے قام او يو نوے هېواد يې جژر كړے ٬ ده ووئېل حضرت قائداعظم ته لويې څښتن دا توفيق وركړو او په 14 اګست 1947 پاكستان وجود وموندو ر٬تحريك پاكستان كښې په لاكهونو مسلمانانو د حضرت قائداعظم عظيم ليډرشپ لاندې برخه واخسته چې پكښې ځوانان٬انجينئرز٬ډاكټرز٬علماﺀ كرام پشمول هره طبقه شامله وه٬ ده ووئېل زمونږ اقليتي وروڼو او خوئېندو هم په تحريك پاكستان كښې برخه اخستې او د هغوي نه يوازې قيام پاكستان كښې لويې كردار لري بلكې د پاكستان رغونه كښې هم مركزي كردار لري۔دوي د تعليم٬روغتيا او دفاع پاكستان پشمول ټولو څانګو كښې كردار ادا كړے ۔وزيراعظم ووئېل نن يو نوي پاكستان وجود موندجلے٬ په مئي مياشت كښې د پاك فضائيه 4 رافيل الوتكو پشمول د هند 6 الوتكې راغورځولې ٬د څلورو ورځو په جنګ كښې زمونږ مېړنو ځواكونو هغوي ته هغه سبق ښودلے چې ټول عمر به يې ياد ساتي او دا زمونږ د پاك پوځ هغه بهادر ځوانان دي چې كله دوي د جنګ ميدان ته وتل نو مائيندو ورته دعا وكړه چې زويه د پاكستان بيرغ هسك كړه ٬ د پاكستان د پولو حفاظت وګړه او د خپل ځان قرباني وركړه۔ده ووئيل نن دښمن ته دا ښكاره كوم چې كه چرې ته مونږ ته د اوبو بندولو دړكې راكوې نو دا خبره دې په دماغ كښې كېښنوه چې د اوبو يو څاڅكے هم د پاكستان څخه اخستلے نه شي٬كه چرې تا دا حركت وكړو نو بيا به درته هغه سبق اوښايو چې ته به غوږونو ته لاسونه وروړې ۔ده ووئيل د ليپ ټاپ فار آل سكيم له مخې د سود نه غېر په قسطونو ليپ ټاپ وركړے كېږي ٬اسلام آباد٬ګلګت بلتستان٬آزاد كشمير پشمول د پاكستان په نورو سيمو كښې يو لك ليپ ټاپ صلاحيت لرونكو ځوانانو ته په تعليمي قابليت وركولې شي٬د پاكستان تعمير او پرمختګ لپاره دا ليپ ټاپس يوازې د ميرټ په بنياد وركړے كېږي٬ په دې كښې به كوم سفارش نه كيږي٬هم دا پالېسي زما په پنجاب كښې وه او دا پاليسي نن دلته ده او انشاﺀ الله هم دا پالېسي به پاكستان عظيم جوړ كړي۔ ده ووئېل په محنت به به انشاﺀالله پاكستان عظيم هېواد جوړ شي۔شهباز شريف ووئيل هند زمونږ څخه پنځه چنده لويې هېواد دے٬هغوي په خپل عسكري قوت ناز لرلو٬هغه ټول ناز٬د هغوي غرور د مئي په 10مه نيټه تباه شو۔ده ووئيل ځوانان به په محنت او اعلٰی تعليم پاكستان عظيم هېواد جوړوي










