اسلام آباد۔12اګست (اے پي پي ) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلې دي د کشمیریانو او پاکستان خپلولي به قائم دائم او تر قیامت وي ، کشمیریان د پاکستان او مسلم لیګ ن سره مينه لري ۔ د نهې په ورځ کوټلي آزاد کشمیر كښې د "معرکه حق" آپریشن بنیان مرصوص دستورې ته خطاب کښې ده ووئېل د کشمیریانو مينه ومحبت زما لپاره …
د کشمیریانو او پاکستان خپلولي به قائم دائم او تر قیامت وي ، کشمیریان د پاکستان او مسلم لیګ ن سره مينه لري ، د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام کوټلي كښې د “معرکه حق” آپریشن بنیان مرصوص دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔12اګست (اے پي پي ) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلې دي د کشمیریانو او پاکستان خپلولي به قائم دائم او تر قیامت وي ، کشمیریان د پاکستان او مسلم لیګ ن سره مينه لري ۔ د نهې په ورځ کوټلي آزاد کشمیر كښې د “معرکه حق” آپریشن بنیان مرصوص دستورې ته خطاب کښې ده ووئېل د کشمیریانو مينه ومحبت زما لپاره اثاثه ده ، د شاہ غلام قادر په محنت مسلم لیګ ن ژوندے دے او د خلقو په زړونو راج کوي ۔ انجینئر امیر مقام ووئېل د کشمیریانو محبت د پاکستان او مسلم لیګ ن سره دے ۔ ده ووئېل د کشمیریانو په ګټه او د پاکستان ګټې له به آزاد کشمیر كښې د مسلم لیګ ن حکومت جوړېږي ، د آپریشن بنیان مرصوص په کامیابۍ قام د آزادۍ ورځ په جوش و ولوله نمانځي ، زمونږ د شريك غږ په سبب د پاکستان پوځ د فیلډ مارشل عاصم منیر په قیادت كښې هند له ماتې ورګړه ، په دې جنګ كښې د کامیابی نه پس په ټوله نړۍ كښې پاکستان د طاقت په توګه رامخې ته شو ، ده ووئېل د هند غرور زمونږ پوځ خاورې كړو او د پاکستان وقار لا زيات شو۔ د دستورې اهتمام ایډیشنل سیکرټري مسلم لیګ ن آزاد کشمیر ملک ذوالفقار علي كړے ؤ ۔ انجینئر امیر مقام ووئېل د جنګ په مهال جذبه د كتلو جوګه وه او د آپریشن بنیان مرصوص په مهال مقبوضه کشمیر كښې کشمیریانو د پاکستان به بريا جشن كړے ، ده ووئېل په مظلومو کشمیریانو هند بدترین ظلم کوي خو په مقبوضه کشمیر كښې د پاکستان سره د مينې خپلولي مضبوطېږي ، ده ووئېل هند په مقبوضه کشمیر كښې د ظلم داستان رقم کړے ، مونږ د مقبوضه کشمیر ورونړو ته سلام كوو ۔ده ووئېل تر څو يو پاکستانے ژوندے وي ٬ کشمیریانو ته به د دوي د آزادۍ حق تر لاسه كېږي، ده ووئېل د کشمیریانو ایمان د پاکستان سره تړلے دے ، پاکستان سره زمونږ د وينې رشتہ ده او دا رشته بنیان مرصوص ده ۔ ده ووئېل د 7 مئي نه تر 10 مئي د پاكستان پوځ په جنګ ګټلو د پاکستان وقار په نړۍ كښې زيات كړو ۔










