سپيکر سردار اياز صادق اپوزيشن ته حکومت سره د خبرو اترو بلنه وركړه٬ د “كسټوډين آف دي هاٶس” په توګه هر ډول مرستې له چمتو يم۔ سردار اياز صادق

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سپيکر سردار اياز صادق اپوزيشن ته حکومت سره د خبرو اترو رسمي بلنه وركولو سره وئيلي دي د "كسټوډين آف دي هاٶس" په توګه هر ډول ممكنه مرستې له چمتو يم۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د سياسي اختلافات يوازنې حل خبرې دي او زه به دې مقصد لپاره د حكومت او اپوزيشن ترمېنځه د …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سپيکر سردار اياز صادق اپوزيشن ته حکومت سره د خبرو اترو رسمي بلنه وركولو سره وئيلي دي د “كسټوډين آف دي هاٶس” په توګه هر ډول ممكنه مرستې له چمتو يم۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د سياسي اختلافات يوازنې حل خبرې دي او زه به دې مقصد لپاره د حكومت او اپوزيشن ترمېنځه د پل كردار لوبوم۔ د سپيکر د وړاندېز باوجود اپوزيشن واك آؤټ كولو سره د ايوان نه لاړو۔ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې سپيکر دا وړاندېز ھغه وخت وركړو كله چې د اپوزيشن غړي اسد قېصر ايوان كښې د اپوزيشن استحقاق معامله پورته كړه۔ سپيکر اياز صادق ووئيل آئين، قانون، پارلماني روايات او قواعد ټولو لپاره يو برابر دي او د دې پالنه د جمهوريت د استحكام ضمانت دے٬ د هندي اپوزيشن ليډر راهول ګاندھي د ګرفتارۍ حواله وركولو سره ده ووئيل هلته د ګرفتارۍ نه پس هم “پروډکشن آرډرز” نه جاري كېږي۔ ده ووئيل “ګرينډ جرګه” د قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه زياته نشي كېدې، دې لپاره بايد ټول سياسي قوتونه د پارلمان مضبوطيا لپاره راوړندې شي۔ ده ووئيل اختلاف رائے د جمهوريت ښكلا ده خو دا په تعميري مكالمه بدلول په قامي ګټه ده۔

مزید خبریں