اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د برتانيه فارن، کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس (اېف سي ډي او) د ريونيو موبلائزيشن، انويسټمنټ اينډ ټريډ (ريمټ) پروګرام د سټيئرنګ کمېټۍ غونډه شوې٬ د غونډې مشتركه مشري په پاکستان كښې د برتانيه هائي کمشنرې جېن مېريټ كړې۔ په غٶنده كښې د خزانې وزارت، فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر)، د تجارت …
د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب او د برتانيه هائي كمشنرې جين ميريټ په مشرۍ كښې د اېف سي ډي او ريمټ پروګرام د سټيئرنګ کميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د برتانيه فارن، کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس (اېف سي ډي او) د ريونيو موبلائزيشن، انويسټمنټ اينډ ټريډ (ريمټ) پروګرام د سټيئرنګ کمېټۍ غونډه شوې٬ د غونډې مشتركه مشري په پاکستان كښې د برتانيه هائي کمشنرې جېن مېريټ كړې۔ په غٶنده كښې د خزانې وزارت، فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر)، د تجارت وزارت او د نورو اړوند وزارتونو او څانګو سينئر چارواكو٬ د برتانيه هائي كمېشن او د اېف سي ډي او نمائندګانو ګډون وكړو ۔ په غٶنډه كښې د ريمټ پروګرام له مخې په بېلا بېلو اقداماتو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو چې پكښې د آئي اېم اېف په هدفونو عملدرامد لپاره تکنيکي معاونت، جي اېس ټي همكاري، په صوبو كښې د موسمياتي او د آفات پحقله بجټ ټيګنګ، په صوبائي كچه ريګوليټري اصلاحات، د تجارت آزادي، صنعتي پاليسي او د معاشي اصلاحاتو موثره ابلاغي لائحه شامله وه۔ د خزانې وزير د ټېکس، سرمايه کاري، تجارت او د مجموعي معيشت په څانګو كښې د اصلاحات د پيشرفت ستائنه وكړه۔ ده په خاص توګه د کمپلائنس رسك مينجمنټ او په اېف بي آر كښې ټېكس وركوٶنكو لپاره د سهولتونو ښه كولو او د ھغه ريګوليټري او ټېرف اصلاحات ئې ستائنه وكړه كوم چې به د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔










