سېنېټ كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د اقلیتونو كردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو او د يووالي څرګندوني له قرارداد منظور شو

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) سېنېټ كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د اقلیتونو كردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو او د يووالي څرګندوني له قرارداد منظور شو۔د نهې په ورځ سېنېټ غونډه كښې سینیټر دنیش كمار دا قرارداد وړاندې كړو۔قررداد كښې ووئيل شول د پاكستان اقلیتونو د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او اتحاد كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے۔ قررداد كښې ووئيل شول د پاكستان بانی …

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) سېنېټ كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د اقلیتونو كردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو او د يووالي څرګندوني له قرارداد منظور شو۔د نهې په ورځ سېنېټ غونډه كښې سینیټر دنیش كمار دا قرارداد وړاندې كړو۔قررداد كښې ووئيل شول د پاكستان اقلیتونو د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او اتحاد كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے۔ قررداد كښې ووئيل شول د پاكستان بانی قائداعظم محمد علی جناح خپل تاریخی خطاب كښې په 11 اګست 1947ء په واضحه ډول اعلان كړے ؤ چې د پاكستان ټولو وګړو ته د مذهب ، ذات یا د عقیدې نه پرته د قانون له مخې يو ډول حقونه، آزادي او تحفظ ترلاسه دے او دا خبره زمونږ د اقلیتونو لپاره د پالیسۍ بنیاد دے۔قررداد كښې دا هم ووئيل شول چې د اسلامي جمهوریه پاكستان آئین د اقلیتونو د بنیادی حقونو ضمانت وركوي چې پكښې مذهبي آزادي ، د قانون په وړاندې مساوات او د امتیاز په ضد تحفظ شامل دے ۔پاكستان په نړيوالو لوظنامو لاس ليك كړے چې پكښې د بشري حقونو نړيوال منشور ( یو ډی ایچ آر ) او د شهري او سياسي حقونو لپاره نړيواله لوظنامه ( آئي سي سي پي آر ) شامل دے كوم چې د اقلیتونو د حقونو تصدیق كوي۔قررداد كښې ووئيل شول د مذهبونو ترمينځه همغږي، سماجي یووالي او شمولیت ته ودې وركولو او د قامي اتحاد او سوكالۍ لپاره ضروري ده ۔قررداد كښې ووئيل شول اقلیتونو د هېواد پرمختګ ، سوكالۍ او اتحاد كښې په زړه پورې خذمات ترسره كړې۔قررداد كښې ووئيل شول د سېنېټ چیئرمېن د د دې اقدام دې ستائنه وكړې شي چې هغه د پاكستان په سېنېټ كښې اقلیتی كاكس جوړ كړے كوم به چې قامي اسمبلۍ او سېنېټ دواړو په نمائندګۍ مشتمل يو شريك پارلیمانی فورم وي دغسې چې د اقلیتونو مسئلې په اجتماعي توګه حل كړې شي او د دوي حقونو ته وده وركړې شي۔قررداد كښې ووئيل شول حكومت له ترغیب وركوو چې آئینی دفعات او اقلیتونو لپاره قانونی تحفظات په كوټلي ډل نافذ كړي ۔حكومت څخه غوښتنه كوو چې د اولسي خبرتيا كمپائن او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ پروګرام پېل كړي كوم به چې ټولنه كښې روادارۍ او شمولیت ته وده وركړي۔قررداد كښې دا هم ووئيل شول تعلیمی نصاب كښې د قائداعظم 11 اګست خطاب او د اقلیتونو حقونه دې شامل كړے شي دغسې چې مساوات او تكثیری اقدار وده ومومي۔دا ایوان كلك عزم كوي چې انصاف، مساوات او د شمولیت اصول به د قائد اعظم ویژن او د آئین ضمانت له مخې په ځائې ساتي دغسې چې د پاكستان تنوع كښې د اتحاد روښانه مثال جوړ شي۔

مزید خبریں