اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ګلګت بلتستان كښې د 100 میګاواټ سولر پاور منصوبه په يو كال كښې د بشپړولو سپارښتنې سره وئيلي دي د منصوبې به پخپله نګرانی کوم،هېواد د موسمیاتي بدلون خراب اثراتو څخه ساتلو له به زياتې د تجديد وړ ذريعې به انرجی مکس كښې شاملول وي۔د نهې په ورځ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې …
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د جاج اغستو غونډه،ګلګت بلتستان كښې د 100 میګاواټ سولر پاور منصوبه په يو كال كښې د بشپړولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ګلګت بلتستان كښې د 100 میګاواټ سولر پاور منصوبه په يو كال كښې د بشپړولو سپارښتنې سره وئيلي دي د منصوبې به پخپله نګرانی کوم،هېواد د موسمیاتي بدلون خراب اثراتو څخه ساتلو له به زياتې د تجديد وړ ذريعې به انرجی مکس كښې شاملول وي۔د نهې په ورځ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده ګلګت بلتستان كښې د 100 میګاواټ سولر منصوبې په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چیمه، سردار اویس خان لغاري ، د وزیراعظم کوآرډینیټر مشرف زیدي ، د تجدید وړ توان څانګي پوهانو او اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔غونډه ګلګت بلتستان كښې د 100 میګاواټ سولر منصوبې پیش رفت او تګلارې څخه خبر كړې شوه۔ وزیراعظم د منصوبې تعمیر لپاره د جوړې سټیئرنګ کمېټۍ مشري د بجلۍ وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری ته سپارلې۔غونډي ته ووئيل شول د منصوبې ترمخه ګلګت كښې 6، سکردو كښې 8 او دیامر كښې 6 سولر پارکس به جوړولې شي۔دغسې ګلګت كښې 234، سکردو كښې 179 او دیامر كښې به 68 وداۍ په سولر سسټم منتقل كولې شي۔ منصوبه كښې د بیټرو په لګولو به بیك اپ باوري كولو سره سره د هغې ریئل ټائم مانیټرنګ نظام هم جوړولې شي۔غونډي ته ووئيل شول منصوبه كښې نړيوال معیار باوري كولې شي۔غونډي ته د منصوبې تعمیری لګښت او مودې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم منصوبه په يو كال كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل ګلګت بلتستان كښې د كم لګښت ماحول دوست بجلی د تعطل نه غير وركولو له منصوبه به په ترجیحی بنیادونو بشپړولې شي،د منصوبې ټول انفراسټرکچر به کلائیمیټ ریزیلئینټ جوړولې شي۔ وزیراعظم د ګلګت خپلي اوسنۍ دورې په مهال اعلان كړے ؤ چې ګلګت بلتستان لپاره د 100 میګا واټ پاور پلانټس منظوري به ډيره زر ايكنك وركړي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د ایکنک د اړخه اوسنو كښې د منظورۍ نه پس د منصوبې په تعمیر كار تند كړے شوے۔ وزیراعظم ووئيل په منصوبه لګښت به وفاقی حکومت وركوي۔ وزیراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان وګړي د لوډ شیډنګ څخه آزادولو او لري پرتو سيمو كښې د برېښنا وركولو له سولرائیزیشن ښه حل دے، منصوبه به د ګلګت بلتستان وګړو له په كم لګښت او ماحول دوسته بجلی وركړي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د موسمیاتی بدلون خراب اثراتو څخه ساتلو لپاره تر ټولو زياتې د تجديد وړ ذريعې به انرجی مکس كښې شاملول وي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې ګلګت بلتستان كښې هائیډل او سولر ذريعو څخه د بجلۍ ورړه به باوري كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د منصوبې په ترسره كولو كښې شفافیت باوري كړئ۔










