ټول قام به د آزادۍ ورځ او د معركه حق خوشحالۍ په جوش او ولوله سره لمانځي ۔ ډاکټر شائسته جدون

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) لارښودې ډاکټر شائسته جدون وئيلي دي ټول قام به د آزادۍ ورځ او د معركه حق خوشحالۍ په جوش او ولوله سره لمانځي، په دې ورځ به د اتحاد او يوالي پېغام ګردې نړۍ ته ځي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ډاکټر شائسته جدون ووئيل د څلوارلسم اګست ورځ د …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) لارښودې ډاکټر شائسته جدون وئيلي دي ټول قام به د آزادۍ ورځ او د معركه حق خوشحالۍ په جوش او ولوله سره لمانځي، په دې ورځ به د اتحاد او يوالي پېغام ګردې نړۍ ته ځي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ډاکټر شائسته جدون ووئيل د څلوارلسم اګست ورځ د هېواد په تاريخ كښې د ټولو نه مهمه ورځ وي ځكه چې په دې ورځ پاكستانيانو ته آزادي ترلاسه شوې ده٬ دا ورځ به يووالي او د اتحاد پېغام عام كولو سره لمانځلې شي۔ دې ووئيل جې په ګډه مخ په وړاندې تګ كوٶ نو مونږ به په هر ميدان كښې كاميابي ترلاسه كوو۔ دې ووئيل د شين بېرغ لاندې مونږ ټول يو يوو۔ دې ووئيل د مس انفارميشن،ډس انفارميشن او فېك نيوز په دې دور كښې به ميډيا له د لا ذمه وارۍ څرګندونه كول وي٬ مونږ له به د ميډيا د لارې درست او د اصل خبر خپرولو كلتور ته وده وركول وي۔

مزید خبریں