اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) بلوچستان څخه د پاکستان پپيلز پارټي لارښود نوابزاده جمال خان رئيساني وئيلي دي په بلوچستان لبريشن آرمي كښې نه څوك بلوچ شته او نه دا سماجي تنظيم دے۔ ٬ دا يو ترهګر تنظيم دے او د پاكستان د دې موقف تائيد امريکا په بي اېل اے د بنديز په صورت كړے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميديا سره …
په بلوچستان لبريشن آرمي كښې نه څوك بلوچ شته او نه دا سماجي تنظيم دے۔ نوابزاده جمال خان رئيساني

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) بلوچستان څخه د پاکستان پپيلز پارټي لارښود نوابزاده جمال خان رئيساني وئيلي دي په بلوچستان لبريشن آرمي كښې نه څوك بلوچ شته او نه دا سماجي تنظيم دے۔ ٬ دا يو ترهګر تنظيم دے او د پاكستان د دې موقف تائيد امريکا په بي اېل اے د بنديز په صورت كړے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميديا سره په خبرو كښېې جمال خان رئيساني ووئيل د وړومبۍ ورځ څخه مو وئيل چې بي اېل اے ترهګر تنظيم دے، نن د امريكې لخوا دا تنظيم د ترهګرو په فهرست كښې شاملول خوشبينه دے٬ دې كښې زمونږ د حكومت كاميابې سفارتكارۍ سره سره د فيلډ مارشل جنرل عاصم منير هم كليدي كردار دے۔ ده ووئيل په دې تاثر كښې هم صداقت نشته چې په يو وخت كښې بي اېل اے په بلوچستان كښې د فلاحي تنظيم په توګه كار كولو ٬ دا يو ترهګر نتظيم ٶ او د امريكې پرېكړې زمونږ په پرېكړه ټاپه لګولې ده۔










