ريلوے يواځنۍ اداره ده چې د خپل امدن نه پنشن او د ملازمانو تنخواګانو كښې زياتوالے كوي۔ حنيف عباسي

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي پاک ريلوے يواځنۍ اداره ده چې د خپل امدن څخه په پنشن او د ملازمانو تنخواګانو كښې زياتوالے كوي٬ د بينيفټس په مد كښې د 12.5 اربه روپو شارټ فال لرو ٬ د دې حل لپاره هلې ځلې روانې دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د آغا رفيع الله او نورو د پاکستان …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي پاک ريلوے يواځنۍ اداره ده چې د خپل امدن څخه په پنشن او د ملازمانو تنخواګانو كښې زياتوالے كوي٬ د بينيفټس په مد كښې د 12.5 اربه روپو شارټ فال لرو ٬ د دې حل لپاره هلې ځلې روانې دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د آغا رفيع الله او نورو د پاکستان رېلويز ملازمينو او د هغوي كورنيو ته د ګريجويټي ،بينوولينټ فنډ، واده ګرانټس،د رخصت په وخت نغدې او د الوداعي ګرانټ په ادائيګو كښې د تاخير په اړه د پام ګرځونې د نوټس په ځواب حنيف عباسي ووئيل په وزارت كښې د نتخواګانو مسئله حل كوٶ٬ د معمول پېشن ترلاسه كېږي٬ بينيفټس ادائيګي كښې مسئله شته ٬ دا به هم حل كړو٬ ده ووئېل د مزدورانو په سبب اداره چلېږي٬ د دوي د نتخاګانو او اوورټائم مسئله مو حل كړې ده٬ د 12.5 اربه روپو شارټ فال دے دا به هم ډېر زر حل كړو۔ ده ووئيل پاک ريلوے واحد اداره ده چې خپل امدن څخه پنشن او د ملازمانو تنخواګانو كښې اضافه كوي۔

مزید خبریں