اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان ضلع ژوب په سمبازه سيمه كښې د فتنه الهندوستان نورو درېو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ٬ په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د تيرو څو ورځو په مهال په مجموعی توګه د 50 هندي سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پیشه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د ژوب سمبازه سيمه كښې د فتنه الهندوستان نورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان ضلع ژوب په سمبازه سيمه كښې د فتنه الهندوستان نورو درېو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ٬ په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د تيرو څو ورځو په مهال په مجموعی توګه د 50 هندي سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پیشه وره صلاحیتونه وستائېل۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو کامیابو ته قام د قدر په سترګه ګوري، امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې د هند سپانسرډ ترهه ګر وژلي دي۔ده ووئيل امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې امن ته د زيان رسونكو ناوړه سازش ناکامه كړو ، د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناوړه عزائم په ناکامولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوو،د هند سپانسرډ ترهه ګرو ختمولو له ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔










