اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په ايوان صدر كښې ليدلي دي او د اقليتي حقونو تحفظ٬ د مذهبي روادارۍ ودې او د مذهبونو ترمېنځه په همغږۍ يې تفصيلي خبرې اترې كړې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د اقليتونو عبادت خانې د غېر قانوني قبضو څخه …
صدر مملکت سره د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په ايوان صدر كښې ليدلي دي او د اقليتي حقونو تحفظ٬ د مذهبي روادارۍ ودې او د مذهبونو ترمېنځه په همغږۍ يې تفصيلي خبرې اترې كړې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د اقليتونو عبادت خانې د غېر قانوني قبضو څخه خلاصولو لپاره موثره اقدامات ته اړتيا ده۔ ده ووئيل ده د وزارت د اقليتي ورورولۍ حقونو لپاره د هڅو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير سردار يوسف ووئيل د اقليتي فلاحي فنډ څخه 2 زره 236 زده كوٶنكو ته 6 كروړه روپۍ تعليمي وظيفې وركړې شوي او 1231 ضرورت مندو سره مالي مرسته شوې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د اقليتونو د عبادت د 32 ځايونو مرمت او روغن لپاره 4 كروړه 50 لكه رورپۍ ېبلې كړې شوي ۔ ده ووئيل بيساکھي، ګورو نانک ديو جي سالګره، د کټاس راج او سادھو بيلا په څېر دستورو لپاره د معاٶضې نه غېر سهولتونه وركړے كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د كركه ايزو تقريرونو مخنيوي لپاره د بېلا بېل مذهبونو علماء سره مشاورت كېږي۔ وفاقي وزير د اقليتي ورورلۍ مسئلو حل او د دوي د حقونو په وده كښې په خوښۍ لرلو او په مرسته د صدر آصف علي زرداري مننه وكړه۔










