د کمپټیشن کمیشن آف پاکستان د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب او د وزارت چارواكو ته په شوګر سيكټر كښې مسابقت ته د ودې وركولو په چيلنجونو بريفنګ

اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) مسابقتی کمېشن آف پاکستان د خزانې وفاقي وزير اېم اورنګزېب او د خزانې وزارت چارواكو ته په شوګر سېكټر كښی کمپټیشن ته د ودې وركولو په چېلنجونو بريفنګ وركړے ۔ د ګل په ورځ په وركړے شوي مهم بريفنګ كښې د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد په شمول د مسابقتي كمېشن اعلی چارواكي هم موجود وو۔ چیئرمېن ډاکټر کبیر سدھو د خزانې وزير ته ووئيل مسابقتی …

اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) مسابقتی کمېشن آف پاکستان د خزانې وفاقي وزير اېم اورنګزېب او د خزانې وزارت چارواكو ته په شوګر سېكټر كښی کمپټیشن ته د ودې وركولو په چېلنجونو بريفنګ وركړے ۔ د ګل په ورځ په وركړے شوي مهم بريفنګ كښې د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد په شمول د مسابقتي كمېشن اعلی چارواكي هم موجود وو۔ چیئرمېن ډاکټر کبیر سدھو د خزانې وزير ته ووئيل مسابقتی کمېشن د شوګر سېکټر اصلاحاتی کمېټۍ معاونت لپاره بشپړ سفارشات مرتب كوي۔ کمپټیشن چارواكو وفاقي وزير په تېرو كلونو 2008-09، 2015-16 او 2019-20 كښې د چينو بحرانونو د سببونو او دې سره اړوندو د كمېشن څېړونو ٬ نتيجو او اقدامات څخه خبر كړو۔ ده د خزانې وزير ته ووئيل کمپټیشن اپېلټ ټربیونل د كال 2021ء شوګر کارټل کېس كښې د كمېشن پرېكره يو وارې بيا سماعت لپاره كمېشن ته لېږلې ده۔ وفاقی وزیر د صارفینو تحفظ ٬ په ماركيټس كښې سپېځلتيا او معاشي پرمختګ لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره د کمپټیشن کمېشن په بېلو عدالتونو كښې د ځنډولې شوو مقدمو زر تر زره سماعت لپاره د حكومتي ملاتړ باور وركړو۔ په غونډه كښې د چينو د څانګې په قانوني ٬ انتظامي او رېګولېټري چارو هم غور وكړے شو۔ دې سره سره د مسابقتي كمېشن لا مضبوطولو ٬ د صارفينو تحفظ ٬ آزاد تجارت او په ماركيټس كښې مسابقت ته ودې وركولو له په بېلو وړاندېزونو هم غور وشو۔

مزید خبریں