اسلام آباد۔11اګست (اے پی پی) د خزانې او محصولات وزارت د ګیلپ پاکستان وروستي بزنس کانفیډنس سروے (اپرېل تا جون 2025) نتيجې خوشبينه ګرځولې دي كومې چې په معيشت كښې د بهترۍ او په اعتماد كښی د پرله پسې زياتوالي عكاسي كوي۔ د سروے له مخې هېواد به معاشي اړخ د اعتماد 4 كالو لوړې كچې ته رسېدلے دے۔ موجودہ کاروباری حالات په څو كلونو كښې تر ټولو مضبوط ګرځولې …
د خزانې وزارت د ګیلپ پاکستان وروستي بزنس کانفیډنس سروے نتيجې خوشبينه وګرځولې

مزید خبریں
اسلام آباد۔11اګست (اے پی پی) د خزانې او محصولات وزارت د ګیلپ پاکستان وروستي بزنس کانفیډنس سروے (اپرېل تا جون 2025) نتيجې خوشبينه ګرځولې دي كومې چې په معيشت كښې د بهترۍ او په اعتماد كښی د پرله پسې زياتوالي عكاسي كوي۔ د سروے له مخې هېواد به معاشي اړخ د اعتماد 4 كالو لوړې كچې ته رسېدلے دے۔ موجودہ کاروباری حالات په څو كلونو كښې تر ټولو مضبوط ګرځولې شوي دي چرته چې د 61 فیصده کاروباري ادارو كاركردګي ښه يا ډېره ښه ګرځولې ده ۔ د سباؤن په باره كښی باور مستحكم دے۔ 61 فيصده كاروباري ادارې هيله لري چې په راتلونكي كښې به حالات لا ښه شي۔ د بِډو په ګيلو كښې ښكاره كمے راغلے ۔ د توان رسولو صورتحال هم د 2023ء او 2024ء په مقابل كښې زيات ښه شوے دے۔ د خزانې سلاحكار خرم شهزاد ووئيل د اوسنۍ سروے نتيجې د ډاډ وړ دي او در دې خبرې ثبوت وركوي چې د پاكستان معيشت يو وارې بيا مخ په ښه كېدو دے۔ په ټولو څانګو كښې پرله پسې بهترۍ رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل اګركه چېلنجونه لا پاتې دي خو نتيجې دے دې تصديق كوي چې د معيشت بنيادونه مضبوطيږي او نجي څانګه يو زيات مستحكم سباؤن ويني۔










