اسلام آباد 11اګست (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري ، د سندھ د صحت وزیر ډاکټر عذرا فضل پیچوهو او بېلو سیاسی ګوندنوو سره تعلق لرونكو پارلماني غړو د ګل په ورځ د ماشومانو د صحت تحفظ، د ميئندو خپلواكه كولو او د پئيو وركولو كښې ركاوټ لرې كولو له په مهمه شريكه اعلامیه لاس ليك كړے دے ۔دا اعلامیه د ساتنې، تحفظ او پئيو وركولو لپاره د …
پارلماني غړو د ماشومانو د صحت تحفظ، د ميئندو خپلواكه كولو او د پئيو وركولو په مهمه اعلامیه لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 11اګست (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري ، د سندھ د صحت وزیر ډاکټر عذرا فضل پیچوهو او بېلو سیاسی ګوندنوو سره تعلق لرونكو پارلماني غړو د ګل په ورځ د ماشومانو د صحت تحفظ، د ميئندو خپلواكه كولو او د پئيو وركولو كښې ركاوټ لرې كولو له په مهمه شريكه اعلامیه لاس ليك كړے دے ۔دا اعلامیه د ساتنې، تحفظ او پئيو وركولو لپاره د ډاډګېرنې او د پارلیمنټرین ایډووکیسی فورم په موقع جاري شوې كومه چې د یونیسف او ویمن پارلیمنټري کاکس په همكارۍ سره پاکستان انسټیټیوټ آف پارلیمنټری سروسز (پپس) كښې شوې ۔۔وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداری كومه چې د این اے 207 څخه د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې ،په اعلامیه لاس ليك كولو سره د پئيو وركولو او د ميئندو غذائیت قامي ترجیح ګرځولو له د مرستې ووئېل ۔شريكه اعلامیه كښې پارلماني غړو د دې خبري پخلے وكړو چې مونږ د ميئندو پئيو وركولو لپاره قانون سازی کوو، په موجوده قوانین به عملدرآمد باوري كولې شي،د صحت نظام كښې به د دې ترویج شاملولې شي او د مور او ماشوم غذائیت لپاره به كوټلي فنډنګ وركولې شي۔ پیپلز بارټي ، مسلم لیګ ن، تحریك انصاف، جے یو آئی ف او د ایم کیو ایم غړو،چې پكښې زياتره ميرمنيې شاملې وي،د دې عزم څرګندونه وكړه چې د برېسټ ملك متبادلو پئيو جارحانه مارکیټنګ د زيان وړ اثرات څخه د ماشومانوساتلو لپاره د ګوند تړون نه غير به هلي ځلي كوو۔










