په ګرد هيواد كښې د اقليتونو قامي ورځ د ګل په ورځ ونمانځلې شوه

اسلام آباد۔ 11 اګست (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د اقليتونو قامي ورځ نن د ګل په ورځ په 11 اګست ونمانځلې شوه٬ دا ورځ د اقليتونو قامي ورځې ګرځولو مقصد په 11 اګست 1947 كښې په آئين ساز اسمبلۍ كښې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح هغه پېغام رامخې ته كول دي چې په كښې هغه په نوي جوړ هېواد پاكستان كښې اوسېدونكو ته د مكمل …

اسلام آباد۔ 11 اګست (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د اقليتونو قامي ورځ نن د ګل په ورځ په 11 اګست ونمانځلې شوه٬ دا ورځ د اقليتونو قامي ورځې ګرځولو مقصد په 11 اګست 1947 كښې په آئين ساز اسمبلۍ كښې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح هغه پېغام رامخې ته كول دي چې په كښې هغه په نوي جوړ هېواد پاكستان كښې اوسېدونكو ته د مكمل آزادۍ باور وركولو سره وئېلي وو چې پاكستان كښې به ټول وګري يو برابر حقونه لري او رياست به د كوم مذهب سره هيڅ سروكار نه لري۔ د اقليتونو قامي ورځ په موقع د رياست د اړخه د اقليتونو حقونو تحفظ او د ژوند په هره څانګه كښې يو برابر موقعې وركولو له د عزم پخلے كول دي۔ پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته بنيادي حقونه او مذهبي خپلواكي تر لاسه ده۔ د اقليت استازي د قامي او صوبائي اسملۍ غړي دي او په ډېرو سركاري چوكو هم ناست دي۔ د اقليتونو قامي ورځ د تعصب د خاتمې ٬ برداشت ٬ روادارۍ او د ورورولۍ فضا برقراره ساتلو كښې د مهم كردار وړ ده ۔ د قامي ورځې په مناسبت سره سركاري و غېر سركاري او شخصي او د فلاحي اردارو تر سېوري لاندې مختلف طبقو كښې د اقليتو د حقونو او په قامي ترقۍ كښې د دوي كردار رامخې ته كول دي ۔

مزید خبریں