د اګست 11 مه نيټه د اقليتونو د حقونو او د قامي هم غږۍ د عزم د تجديد ورځ ده ٬ دا د قائداعظم د هغه وژن يادګيرنه كوي چې پكښې هر وګري ته يو برابرتيا او د احترام حق تر لاسه دے٬ د صدر آصف علي زرداري پيغام

اسلام آباد ۔ 11 اكست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلې دي نن د اقبيتونو د حقونو د تحفظ او د قامي هم غږۍ د تجديد ورځ ده ٬ دا ورځ د قائداعظم د هغه وژن يادګېرنه كوي چې پكښې هر وګري ته د برابرتيا او د احترام حق تر لاسه دے۔ د اقليتونو په ورځ خپل خاص پېغام كښې صدر مملكت ووئئل مونږ د اقليتۍ ورورولۍ …

اسلام آباد ۔ 11 اكست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلې دي نن د اقبيتونو د حقونو د تحفظ او د قامي هم غږۍ د تجديد ورځ ده ٬ دا ورځ د قائداعظم د هغه وژن يادګېرنه كوي چې پكښې هر وګري ته د برابرتيا او د احترام حق تر لاسه دے۔ د اقليتونو په ورځ خپل خاص پېغام كښې صدر مملكت ووئئل مونږ د اقليتۍ ورورولۍ خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كوو ٬ اقليتونو په وسله وال پوځ ٬ عدليه٬ سول سروسز ٬ تعليم او د صحت په څانګو كښې خدمات تر سره كړې دي٬ د دوي د هېواد سره مينه او خدمات د ګرد قام لپاره د وياړ باعث دي۔ ده ووئېل د پاكستان په آئين كښې ټولو وګړو ته د كوم تفريق نه غېر يو برابر حقونه او د دوي سياسي ٬ معاشي ٬ مذهبي ٬ سماجي او كلتوري حقونو مكمل تحفظ تر لاسه دے۔ ده ووئېل حكومت د اقليتونو ښېګړې او او اختيار منده كولو لپاره عملي ګامونه اغستي دي٬ اقليتي طلبه له وظائف او مالي معاونت وركولې شي۔ صدر مملكت په 2009 كښې وړومبۍ صدارتي موده كښې 11 اګست د اقليتونو ورځ ګرځولې وه۔ ده ووئېل د مذهبونو تر مينځه مكالمې له وده وركول او په قامي ژوند كښې به د اقليتونو ګټور شركت باوري كوو ۔ صدر ممكلت ووئېل د اقليتو باختياره كول ٬ د دوي ترقي او د ښیګړې لپاره به كار روان ساتو۔د ده وېنا وه په ورورولۍ ٬ هم غږۍ او يو والي به خوشحال پاكستان تشكيلوو۔

مزید خبریں