د هېواد د معيشت په اړه د اپوزېشن بې بنسټه بيانونه د ولسي ګټو خلاف دي٬ ترسيلات زر 38 اربه ډالره ته رسيدلې، ګراني كمه شوي،برآمدات زيات شوي او د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان دے، آیا تاسو دا حقیقت نه منئ؟ – عطاالله تارړ

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د اپوزېشن لارښود اسد قیصر خبري کنفرنس تېرباسونکی او د حقیقتونو په ضد ګرځولو سره وئيلي چې د هېواد د معيشت په اړه د اپوزېشن بې بنسټه بيانونه د ولسي ګټو خلاف دي٬ ترسيلات زر 38 اربه ډالره ته رسيدلې، ګراني كمه شوي،برآمدات زيات شوي او د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان دے، آیا …

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د اپوزېشن لارښود اسد قیصر خبري کنفرنس تېرباسونکی او د حقیقتونو په ضد ګرځولو سره وئيلي چې د هېواد د معيشت په اړه د اپوزېشن بې بنسټه بيانونه د ولسي ګټو خلاف دي٬ ترسيلات زر 38 اربه ډالره ته رسيدلې، ګراني كمه شوي،برآمدات زيات شوي او د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان دے، آیا تاسو دا حقیقت نه منئ؟ – ۔ د اتوار په ورځ د اپوزېشن لارښود اسد قیصر د خبري کنفرانس په اړه د غبرګون په څرګندونه كښې وفاقي وزير ووئيل چې ګراني كيږي، برآمدات زياتيږي، سټاك مارکېټ په پرله پسې لوړیږي او معيشت وده کوي، ایا تاسو دا نه منئ؟ ده ووئيل چې نړیوالو رېټینګ ادارې د معيشت په اړه د پاکستان درجه بندۍ کښې ښکاره ښه والې كړې، ایا تاسو دا حقیقت نه منئ؟ ده ووئيل چې د 9 مئي یو سازش شوې ؤ او په رياستي ادارو بريدونه شوي ٬ د دې لوئ جرم په اړه د قانون له مخې سزاګاني وركړې شوي او د دې ټولو سزاګانو پریکړې د شفافو او فئير ټرائل نه پس شوي۔ اپوزېشن په دې خبره خفه دی چې دې سازش كښې ككړ كسان ولي انصاف سره مخ كړې كيږي او د خپلو جرمونو سزا ترلاسه کوي۔

مزید خبریں