د عملیاتو بنیان مرصوص درې میاشتې پس د هند د هوائي ځواك مشر د پاكستان د 6 الوتكو رانسكورولو بيان مسخره ده۔رانا تنوير حسين

لاهور 10 اګست (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنویر حسین وئيلي چې هند نړیوالې يواځې والي ښكار دے او د هند د هوائي ځواك مشر بيان د وارخطایۍ نتيجه ده۔ده ووئيل پاکستان به تر قیامته موجود وي ، د اولس ښېګړې ته خاص پام لرنه كوو،قائد محمد نواز شریف او وزیر اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې پاکستان عظیم ریاست جوړولو له …

لاهور 10 اګست (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنویر حسین وئيلي چې هند نړیوالې يواځې والي ښكار دے او د هند د هوائي ځواك مشر بيان د وارخطایۍ نتيجه ده۔ده ووئيل پاکستان به تر قیامته موجود وي ، د اولس ښېګړې ته خاص پام لرنه كوو،قائد محمد نواز شریف او وزیر اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې پاکستان عظیم ریاست جوړولو له لوظي يو،آزادی لوئ نعمت دے،ځوانان دې د قائد اعظم محمد علی جناح شخصیت په خپل ژوند كشې رول ماډل جوړ كړي، کشمیر كښې د آزادۍ لمر ښكار كيدونكې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ اے پي پي سره مركه كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د عملیاتو بنیان مرصوص درې میاشتې پس د هند د هوائي ځواك مشر د پاكستان د 6 الوتكو رانسكورولو بيان مسخره ده،په نړيواله كچه يواځي والي په وجه هند د په ويره كښې دے ، جنګونه په دروغو نه بلکه پیشه وره پوهي سره ګټلې كيږي،د مودي لپاره هره راتلونكي ورځ د شرم وړ جوړيږي،د پاکستان دفاع قوي لاسونو كښې دههېواد به تر قيامت آباد وي،څوك هم زمونږ هېواد ته په خرابه سترګه د كتلو جرات نه شي كولې۔

مزید خبریں