اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) پاکستان كښې د قازقستان سفیر یرزهان کستافن د چین په لاره تر مينځني اسياﺀ هېوادونو زمكيزي رسني او تجارتی راهدارو جوړولو لپاره د خپل هېواد د اړخه سل فیصده سرمایه کارۍ كولو خوښي څرګنده كړي دغسې چې وړاندې څخه موجود مشکل زمكيزي لارو په ځائې نوي کوریډورز سره دوه اړخيزه او هېوادونو ترمينځه تجارت زيات شي۔د مواصلات وزارت له مخې وفاقی وزیر عبدالعلیم …
پاکستان تر مينځني ختيز تجارتی راهدارو خوښي لري،قازقستان په پاکستان كښې د سترو لارو جوړولو كښې د سرمایه کارۍ خوښي لري۔وفاقی وزیر عبدالعلیم خان

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) پاکستان كښې د قازقستان سفیر یرزهان کستافن د چین په لاره تر مينځني اسياﺀ هېوادونو زمكيزي رسني او تجارتی راهدارو جوړولو لپاره د خپل هېواد د اړخه سل فیصده سرمایه کارۍ كولو خوښي څرګنده كړي دغسې چې وړاندې څخه موجود مشکل زمكيزي لارو په ځائې نوي کوریډورز سره دوه اړخيزه او هېوادونو ترمينځه تجارت زيات شي۔د مواصلات وزارت له مخې وفاقی وزیر عبدالعلیم خان سره خپلو خبرو كښې د قازقستان سفیر یرزهان کستافن ووئيل د قازقستان صدر نومبر مياشت په وړومبۍ اوونۍ كښې د پاکستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه لوئ بریك تھرو توقع ده۔ده ووئيل د دورې څخه وړندې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او ټرانسپورټ په څانګو كښې جوائنټ ورکنګ ګروپس جوړولې شي۔ده ووئيل زمونږ هېواد پاکستان سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې خوښي لري۔ده د کاشغر نه تر ترکمانستان او تر قازقستان په موجوده راهدارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او كراچۍ نه تر چمن او قندھار تجارتی روټ ښه كولو تجويز وړاندې كړو۔ ملاقات په مهال وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د قازقستان سفیر یرزهان کستافن له د خپل هر ممکن مرستي باور وركولو سره ووئيل پاکستان چین،افغانستان او ایران په لاره تر مينځني اسياﺀ هېوادونو رسني له تجارتی راهدارو لپاره سنجیده اقدامات غواړي۔د مواصلاتو وفاقی سیکرټری علی شیر محسود هم د ملاقات په مهال موجود وو۔










