اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی پاك افغان پولې سره نزدې سمبازه سيمه كښې د فتنه الهندوستان نورو 14 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د ترهه ګرو په ضد په كامیاب عملياتو د فورسز پیشه وره صلاحیتونه ستائلي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې محسن نقوی ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی پاك افغان پولې سره نزدې د فتنه الهندوستان 14 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونه ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی پاك افغان پولې سره نزدې سمبازه سيمه كښې د فتنه الهندوستان نورو 14 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د ترهه ګرو په ضد په كامیاب عملياتو د فورسز پیشه وره صلاحیتونه ستائلي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې محسن نقوی ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونه كامیابو ته قوم د قدر په سترګه ګوري، امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې فتنه خپرولو كښې ككړ د هند سپانسرډ ترهه ګر انجام ته رسولې دي او په وخت كارروائی كولو سره ئې په دوه ورځو كښې 47 ترهه ګر وژلې دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل امنيتي ځواكونو سمدستي ایكشن كولو كښې د بلوچستان امن ته زيان رسونكو ناوړه سازش ناكامه كړې۔ده ووئيل مونږ د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناوړه عزائم په شنډولو امنيتي ځواكونه ته سلام كوو۔










