وزیراعظم محمد شهباز شریف د ګلګت بلتستان لپاره د 100 میګاواټ سولر پلانټ لوظ ترسره كړو،ایکنك منظوری وركړه

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ګلګت بلتستان وګړو سره د 100 میګاواټ سولر فوټو وولټك پاور پلانټ وركولو په اړه خپل يو بل لوظي ترسره كړو،قومی اقتصادی کونسل ایګزیکټو کمېټۍ (ایکنك) د وزیراعظم د اعلان نه دوه ورځي پس ګلګت بلتستان كښې بېلو ځايونو لپاره 100 میګاواټ سولر فوټو وولټك پاور پلانټ منصوبے منظوری وركړه۔ پی اېم آفس د اړخه جاري شوې پرېس …

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ګلګت بلتستان وګړو سره د 100 میګاواټ سولر فوټو وولټك پاور پلانټ وركولو په اړه خپل يو بل لوظي ترسره كړو،قومی اقتصادی کونسل ایګزیکټو کمېټۍ (ایکنك) د وزیراعظم د اعلان نه دوه ورځي پس ګلګت بلتستان كښې بېلو ځايونو لپاره 100 میګاواټ سولر فوټو وولټك پاور پلانټ منصوبے منظوری وركړه۔ پی اېم آفس د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د ایکنك منظورۍ نه پس به په منصوبے باقاعدہ کار پېل شي، منصوبه به په درې كلونو كښې بشپړ شي په دې به په مجموعي توګه 24.957 اربه روپۍ لګښت راځي۔د ګلګت خپلي اوسنۍ دورې په مهال وزیراعظم اعلان کړې ؤ چې ایکنك به ډير زر د ګلګت بلتستان لپاره د 100 میګاواټ سولر پاور پلانټ منصوبے منظوری وركړي ،سنټرل ډویلپمنټ ورکنګ پارټی (سی ډی ډبلیو پی) وړاندې څخه د دې منصوبے منظوری وركړې ده۔دا خبره دې ياده وي چې استور، دارالی، تانګیر ،دیامر، ګھانچے، غذر، ګلګت، هنزہ، اشکومان، نګر، روندو، سکردو او شګر ضلعې به د دې منصوبے څخه استفاده وكړي۔د منصوبے وړومبي پړاؤ كښې به ضلع سکردو له 18.958 میګاواټ بجلی وركولې شي دغسې دويم پړاؤ كښې به هنزہ، ګلګت او دیامر ضلعو له ترتیب سره 6.005 میګاواټ، 28.013 میګاواټ او 13.126 میګاواټ بجلی وركولې شي۔دغسې دريم پړاؤ كښې به پاتي ضلعو له 16.096 میګاواټ بجلی وركولې شي۔دې نه ځانله دا منصوبه به روغتونونو او سرکاری دفترو له 18.162 میګاواټ آف ګرډ بجلی هم وركوي۔

مزید خبریں