اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) قومی اسمبلۍ ته وئيلي شوي چې اسلام آباد كښې څلورو هوټلونو ته د شرابو خرڅولو اجازه ده۔ د جمعې په ورځ د پوښتنو دمې په مهال په تحریری توګه د يوې پوښتني په ځواب كښې د كورنيو چارو وزارت د اړخه ووئيلې شوو چې اسلام آباد كښې څلورو هوټلو ته د شراب خرڅولو لائسنس وركړے شوے۔ د شرابو لائسنس په مخصوص شرطونو جاري …
اسلام آباد كښې څلور هوټلې شراب خرڅولې شي: د كورنيو چارو وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) قومی اسمبلۍ ته وئيلي شوي چې اسلام آباد كښې څلورو هوټلونو ته د شرابو خرڅولو اجازه ده۔ د جمعې په ورځ د پوښتنو دمې په مهال په تحریری توګه د يوې پوښتني په ځواب كښې د كورنيو چارو وزارت د اړخه ووئيلې شوو چې اسلام آباد كښې څلورو هوټلو ته د شراب خرڅولو لائسنس وركړے شوے۔ د شرابو لائسنس په مخصوص شرطونو جاري كيږي۔اېل ټو شراب لائسنس فیس 5 لكهه دے۔ د شراب لائسنس کلن تجدیدی فیس يو لاکھ 50 زره روپۍ دے۔اسلام آباد كښې مېریټ، سرینا، بېسټ وېسټرن او موو اېنډ پك هوټلز ته د شرابو خرڅولو اجازه ده۔ د وزارت د اړخه وئيلي شوي چې د لائسنس په شرطونو كښې شامل دي چې هوټلو كښې به شراب له نورو څيزونه جلا اېښودلې شي۔د شرابو کھېپ رارسيدلو 7 ورځو كښې به اړوند افسر خبرولے شي ، دغسې اېکسائز افسر له كوم سبب پرته هم د شراب لائسنس کېنسل کولے شي۔











