اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) ته د هغه د شهادت په 67 مه ورځ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔د جمعې په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل 67 كاله وړاندې میجر طفیل محمد …
د هېواد سلامتیا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو عظیمو اتلانو ته سلام كوو۔ د وزیر اعظم شهباز شریف میجر طفیل محمد شهید ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) ته د هغه د شهادت په 67 مه ورځ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔د جمعې په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل 67 كاله وړاندې میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) د دښمن په ضد په بهادرۍ سره جنګ كښې د خپل ځان قرباني وركړه،ټول قام د میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) قربانۍ او بهادرۍ ته سلام كوي۔ده ووئيل مونږ خپلو عظیمو اتلانو ته سلام كوو كومو چې د هېواد سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده ، قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔وزیراعظم ووئيل پاکستان په خپلو بهادرو عسكرو وياړي كوم چې د دښمن په هر ډګر په بهادرۍ سره مقابله کوي۔











