د حضرت شاه عبدالطيف بهټائي 282 م كلنه عرس لپاره انتظامات بشپړ شول٬ بهټ شاه لوډشېډنګ فرې وګرځولے شو

حېدر آباد۔ 7 اګست (اےپي پي) د سنده ستر صوفي شاعر ٬ مفكر او بزرګ حضرت شاه عبدالطيف بهټائي 282 كلنه عرس نمانځلو لپاره انتظامات بشپړ شوي دي۔ عرس به د 14 م نه تر 16 صفر المظفر 1447 هجري ٬ د 9 اګست نه تر 11 اګست 2025 بهټ شاه كښې په عقيدت او احترام سره نمانځلے شي۔ په دې لړ كښې ډويژنل كمشنر حېدر آباد فياض حسېن عباسي …

حېدر آباد۔ 7 اګست (اےپي پي) د سنده ستر صوفي شاعر ٬ مفكر او بزرګ حضرت شاه عبدالطيف بهټائي 282 كلنه عرس نمانځلو لپاره انتظامات بشپړ شوي دي۔ عرس به د 14 م نه تر 16 صفر المظفر 1447 هجري ٬ د 9 اګست نه تر 11 اګست 2025 بهټ شاه كښې په عقيدت او احترام سره نمانځلے شي۔ په دې لړ كښې ډويژنل كمشنر حېدر آباد فياض حسېن عباسي او ډي آئې جي طارق رزاق دهارېجو په مشرۍ كښې بهټ شاه رېسټ هاوس كښې يوه د اعلې كچ غونډه وشوه جې پكښې د بېلو ادارو اعلې چارواكو ګدون وكړو او د انتظامات نه يې غونډه خبر كړه۔ حېسكو بهټ شاه لوډ شېډنګ فري وګرځولو او د فني خرابۍ په صورت يې د جنرېټر شته والے باوري كولو امر وكړو۔ د صحت محكمه به پي پي ايچ آئې او رېسكيو به 1122 سروس چمتو ساتي ٬ طبي كېمپونه ٬ ايمبولنسز او د ماشو وژلو سپرے به هم هر ورځ وي۔ د عرس په مهال به 2688 پوليس اهلكار ٬ 100 ليډي پوليس او رينجرز تعينات وي۔

مزید خبریں