وزيراعليٰ علي امين خان ګنډاپور سره د نتھيا ګلي هوټل ايسوسي ايشن وليدل

پېښور 07 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور سره د نتھيا ګلي هوټل ايسوسي ايشن پلاوي د زيارت په ورځ په وزيراعلٰې هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع د سېل سپاټې په سيمو كښې هوټل مالکانو ته د ورمخې ته مسئلو حل٬ سېلګرو لپاره د معياري سهولتونو وركولو او د سېلګرۍ ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې …

پېښور 07 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور سره د نتھيا ګلي هوټل ايسوسي ايشن پلاوي د زيارت په ورځ په وزيراعلٰې هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع د سېل سپاټې په سيمو كښې هوټل مالکانو ته د ورمخې ته مسئلو حل٬ سېلګرو لپاره د معياري سهولتونو وركولو او د سېلګرۍ ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د صوبائي كابينې غړي خليق الرحمن او مزمل اسلم سره سره د اړوندو څانګو چارواكي هم موجود وو۔ پلاوي نتھيا ګلي، ناران او د کاغان هوټلز مالکانو ته د ورمخئ ته مسئلو نه وزيراعلٰې خبر كړٶ۔ په دې موقع د ملاقات لپاره په وخت وركولو او د پلاوي د مسئلو حل كښې په خوښۍ لرلو دوي د وزيراعلٰې مننه وكړه او صوبائي حكومت ته يې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړٶ۔

مزید خبریں