لاهور۔6 اګست(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسېن نعيمي وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې آزاد قامونه خپله د آزادۍ ورځ به بشپړه جذبه او ولولې سره لمانځي٬ هم دغسې پاكستانے قام هم هر كال د خپلې آزادۍ ورځ لمانځي٬ سږ كال به دا ورځ د تېرو كلونو په مهال زياته په ملي جذبه سره لمانځلې شي ولې چې سږ كال د هندي جارحيت په ضد …
د روان كال په مهال به د آزادۍ ورځ د تيرو كلونو په مقابل كښې زياته په ملي جذبه او ولوله لمانځلې شي٬ د هند په ضد جنګ ټول قام يو موټے كړو: ډاكټر راغب نعيمي

مزید خبریں
لاهور۔6 اګست(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسېن نعيمي وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې آزاد قامونه خپله د آزادۍ ورځ به بشپړه جذبه او ولولې سره لمانځي٬ هم دغسې پاكستانے قام هم هر كال د خپلې آزادۍ ورځ لمانځي٬ سږ كال به دا ورځ د تېرو كلونو په مهال زياته په ملي جذبه سره لمانځلې شي ولې چې سږ كال د هندي جارحيت په ضد پاكستان ته عظيمه فتح ترلاسه شوه او په ګرده نړۍ كښې د پاكستان او د پاك پوځ مورال لوړ شو۔ اے پي پي سره خبرو كښې ډاكټر راغب نعيمي ووئيل سږ كال به د آزادۍ په دستورو كښې د پاكستان خوشحالۍ د تېرو كلونو په مقابل كښې زياتې وي او د دې په بنيادي سببونو كښې د مئي په مياشت كښې د پاكستان او هند ترمينځه په معركه حق كښې د پاكستان بريا او د هند عبرتناكې ماتې سره مخ كېدل شامل دي۔ ده ووئيل پاك فضائيه د هند رافيل الوتكه رانسكورې كړې ٬ اوس به په باقاعده توګه دا ټېكنالوجي په نصاب كښې شاملولو سره زده كوؤنكو ته ښودلې شي۔ ده ووئيل په فتنة الهند او فتنة الخوارج به ډېر زر قابو وموندلے شي۔ علامه راغب نعيمي ووئيل د جامعه نعيميه لاهور تر اهتمام لاندې به د آزادۍ جشن په زيات ملي جذبه او قامي يووالي سره لمانځلې شي۔ ده ووئيل پاكستان زمونږ د بزرګانو د سترو قربانيو نتيجه ده٬ مونږ له به د آزادۍ په نعمت شكر ادا كول وي











