د پاك ترك سمندري ځواكونو سپيشل فورسز ترمينځه مشق په كراچۍ كښې وشو

پېنډۍ ۔6 اګست(اے پی پی) د پاكستان او تركيه د سمندري پوځونو سپېشل فورسز ترمينځه اولنے دوه اړخيزه مشق په كراچۍ كښې وشو۔ په مشق كښې په سمندر او اوچه كښې مختلف عمليات او په ښارئيزو سيمو كښی پوځي كارروايۍ شاملې وې۔ د مشق په مهال د بېلو وسلو د فائرنګ او په جنګي منظرنامو د مشتمل عملياتو مظاهرې هم وكړې شوې۔ د آئي آئی اېس پی آر لخوا د …

پېنډۍ ۔6 اګست(اے پی پی) د پاكستان او تركيه د سمندري پوځونو سپېشل فورسز ترمينځه اولنے دوه اړخيزه مشق په كراچۍ كښې وشو۔ په مشق كښې په سمندر او اوچه كښې مختلف عمليات او په ښارئيزو سيمو كښی پوځي كارروايۍ شاملې وې۔ د مشق په مهال د بېلو وسلو د فائرنګ او په جنګي منظرنامو د مشتمل عملياتو مظاهرې هم وكړې شوې۔ د آئي آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مشق مقصد په ساحلي سيمو كښې د مشتركه آپرېشنز چمتوالے او تګلاره لا فعاله كول وو۔ دا مشق د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمينځه همكارۍ او همغږۍ ته ودې وركولو كښې يو مهم ګام دے۔ دا مشق د ګډو اقداماتو د لارې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د دواړو هېوادونو د عزم توثيق هم كوي

مزید خبریں