پېښور 06 اګست (اے پي پي) په ګورنر هاٶس پېښور كښې د پشكال شجركارۍ كمپائن 2025 پېل شوے دے ٬ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په دستوره كښې د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خوا، د امريکن قونصل جنرل شانتي مور پشمول د ايران او امريکا قونصليټ جنرلز عملې ګډون وكړو ۔ په دې موقع ګورنر فېصل کريم کنډي د ګورنر هاٶس په اګڼ كښې د بوټې په نالولو …
ګورنر هاٶس كښې د پشكال شجرکاري كمپائن پېل شو

مزید خبریں
پېښور 06 اګست (اے پي پي) په ګورنر هاٶس پېښور كښې د پشكال شجركارۍ كمپائن 2025 پېل شوے دے ٬ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په دستوره كښې د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خوا، د امريکن قونصل جنرل شانتي مور پشمول د ايران او امريکا قونصليټ جنرلز عملې ګډون وكړو ۔ په دې موقع ګورنر فېصل کريم کنډي د ګورنر هاٶس په اګڼ كښې د بوټې په نالولو سره په رسمي توګه د كمپائن اجراء وكړه۔ د ايران او امريکا قونصل جنرلز هم په ګورنر هاٶس كښې د شجركارۍ كمپائن له مخې بوټي نال كړل۔ په دستوره كښې د ايران او امريکا قونصل جنرلز لخوا په ګورنر هاٶس كښې د نال كړے شوو تاريخي بوټو٬ مېودارو او د موسمي بوټو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔











