پينځم اګست د جموں و کشمیر د تاریخ يو تور باب دے، د پير مصور خان د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع پیغام

پیښور ۔ 05 اګست (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا وزيراعلې د ځنګلات، ماحولیات، ځنګلي ژوندي سر او د موسمیاتي بدلون خاص مرستيال پیر مصور خان د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع پیغام كښې ووئېل 5 اګست 2019 د جموں و کشمیر د تاریخ يو تور باب دے۔ په دې ورځ غاصب هندي حکومت یو اړخيزه، غیر آئیني او غیر قانوني اقدام سره د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت ختم کړو …

پیښور ۔ 05 اګست (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا وزيراعلې د ځنګلات، ماحولیات، ځنګلي ژوندي سر او د موسمیاتي بدلون خاص مرستيال پیر مصور خان د یومِ استحصالِ کشمیر په موقع پیغام كښې ووئېل 5 اګست 2019 د جموں و کشمیر د تاریخ يو تور باب دے۔ په دې ورځ غاصب هندي حکومت یو اړخيزه، غیر آئیني او غیر قانوني اقدام سره د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت ختم کړو او کشمیرے اولس يې د بنیادي انساني ، سیاسي او قانوني حقونو څخه محرومه کړو۔ د ګل په ورځ پير مصور خان ووئېل په مقبوضه وادۍ كښې په خاص توګه په ځوانانو بدترین ظلمونه وشول، بے ګناه ماشومان په پيلټ ګنز اوويشتل شول او د هند حکومت د ڼريوال قوانین خلاف ورزۍ كولو سره د انساني حقونو سنګینې خلاف ورزۍ روانې ساتلي دي۔ ده د کشمیري اولس سره د يووالي څرګندونې سره باور وركړو چې پاکستان تحریک انصاف، حکومتِ او ټول پاكستانےقام په هره كچه د کشمیریانو د حقِ خودارادیت هلو ځلو كښې د دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دي ۔

مزید خبریں