خیبر ،د پوليس شهدا ورځې په مناسبت دستوره

پېښور۔ 04 اګست (اے پي پي)خیبر ضلع كښېې د يوم شهدا پوليس ورځې په مناسبت دستوره وشوه ۔ د پولیس تر مخه د شهدا په یادګار پوليس سلامي وركړه او چراغونه يې بل كړل چې پكښې ډي پي او خیبر رائے مظهر اقبال، پولیس افسرانو د شهدا د خپلوانو د ګډون مننه وكړه ۔ د دستورې په مهال د شهدا په یادګار ګلونه كیښودلے شول او د پولیس يوې چټك …

پېښور۔ 04 اګست (اے پي پي)خیبر ضلع كښېې د يوم شهدا پوليس ورځې په مناسبت دستوره وشوه ۔ د پولیس تر مخه د شهدا په یادګار پوليس سلامي وركړه او چراغونه يې بل كړل چې پكښې ډي پي او خیبر رائے مظهر اقبال، پولیس افسرانو د شهدا د خپلوانو د ګډون مننه وكړه ۔ د دستورې په مهال د شهدا په یادګار ګلونه كیښودلے شول او د پولیس يوې چټك ډلې سلامی وركړه ۔ ډي پي او رائے مظهر اقبال د شهدا اولاد او ورثه سره ملاقات وكړو او د هغوي يې په دستوره كښې په ګډون مننه وكړه ۔خپل خطاب كښې ډي پی او خیبر ووئېل د شهيدانو ورځ نمانځلو مقصد هغه نرانو افسرانو او اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي چا چې د ګران هېواد تحفظ لپاره د خپلو ځانونو نذرانه وړكړې ۔ ده ووئېل د خیبر پولیس شهدا د بهادرۍ او شجاعت لازواله داستانونه رقم کړي ، د چا د قربانیو په سبب چې نن هېواد كښې امن قائم دے ۔ پولیس به د شهدا كورنۍ يوازې نه پرېږدي او په هر غم و خوشحالۍ كښې به د دوي سره ولاړ وي ۔ ده ووئېل د شهدا د خپلوانو هر ممکن مرسته او د مسائلو حل د پولیس محكمې وړومبۍ پام لرنه ده ۔په آخر كښې د شهيدانو لوړو درجو او د هېواد سلامتیا لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې ۔

مزید خبریں