وزيراعظم سره د ګورنر سيد مهدي شاه ملاقات٬ د سيلابي صورتحال او زيانونو په اړه بريفنګ

ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د ګل په ورځ دلته ملاقات وكړه په كوم كښې چې هغه د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال او ددې د لاسه د شوو زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته ګورنر سيد …

ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د ګل په ورځ دلته ملاقات وكړه په كوم كښې چې هغه د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال او ددې د لاسه د شوو زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته ګورنر سيد مهدي شاه د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال او د دې د لاسه د شوو زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده وزيراعظم په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو پېشرفت او روانې امنيتي وضعې په اړه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د بارانونو او سېلاب پېښو كښې په حق رسېدليو لپاره د بخښنې دعا وكړی شوه۔

مزید خبریں