پېښور 03 اګست (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په بنو کښې د فتح خېل په پولیس پوسته د ترهګرو برید غندنه كړي او د هند په ملاتړ د ترهګرو د وژلو په خاطر یې پولیسو ته پيرزوئنې وړاندې کړی دی۔د خیبر پښتونخوا ګورنر د پولیسو بهادري وستائله او د یوه پولیس افسر په شهادت یې خواشیني څرګنده کړه۔ هغه د شهید پولیس افسر کورنۍ سره …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په بنو کښې د فتح خېل په پولیس پوسته د ترهګرو برید غندنه وکړه

مزید خبریں
پېښور 03 اګست (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په بنو کښې د فتح خېل په پولیس پوسته د ترهګرو برید غندنه كړي او د هند په ملاتړ د ترهګرو د وژلو په خاطر یې پولیسو ته پيرزوئنې وړاندې کړی دی۔د خیبر پښتونخوا ګورنر د پولیسو بهادري وستائله او د یوه پولیس افسر په شهادت یې خواشیني څرګنده کړه۔ هغه د شهید پولیس افسر کورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه او د شهید لپاره یې د لوړ مقام او د کورنۍ لپاره یې د زغم دعا وکړه۔ګورنر د برید په مهال د ژوبل پولیس افسرانو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل چې د شهید پولیس افسر بهادرۍ او قربانۍ ته سلام کوم ، پولیسو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لويه قرباني ورکړې او د ولایت د امن او استحكام لپاره د پولیسو قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔











